Language

غزني ګې اورښتونو د ګروندګرو پياز خراب کړي

غزني (پژواک  ۱۴ لړم ۹۳) : د غزني ولايت بزګران او چارواکي وايي چې وروستيو اورښتونو په دې ولايت کې د يو شمېر بزګرو د پيازو حاصلات خراب کړي دي.

يو شمېر ځايي بزګر وايي، له څو ورځو راهيسې په دې ولايت کې اورښتونه شوي ، چې له امله يې د ټولو هغو بزګرو د پيازو حاصلات خراب شوي ، چې لا يې له ځمکو نه و انتقال کړي.

د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو د سيمې اوسېدونکي بزګر حميدالله وايي، چې په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهيسې سخت بارانونه شوي دي.

 نوموړى وايي:(( سږ کال مې ١٥٠٠ منه پياز ترلاسه کړي؛ پياز مې له پټيو راايستلي خو لا انتقال کړي مې نه و چې اورښتونه پيل شول.))

حميدالله وايي ،اوس مهال پياز ډېر ارزانه شوي ځکه بزګر هڅه کوي ، چې ويې ساتي او وروسته يې د پلور لپاره بازار ته يوسي.

د اندړو ولسوالۍ د زړې کلا د سيمې اوسېدونکي نورالله بيا د بېلګې لپاره د باران وهلو پيازو څو نمونې په غزني ښار کې د پژواک اژانس دفتر ته راوړې  وې.

دى وايي، چې اورښتونو يې په سلګونه منه پياز خراب کړي دي.

د ده يک ولسوالۍ يو اوسېدونکى بزګر محمدهاشم وايي چې ده هم د پيازو حاصلات له پټيو را ايستلي وو خو لا يې خوندي ځاى ته نه وو انتقال کړي.

هغه واىي، وروستيو اورښتونو يې په پټيو کې سلګونه منه پياز خراب شوي.

د غزني ولايت د ده يک ولسوال کريم الله ټولواک  پژواک ته وويل، چې سږکال  بزګرو د ده يک په ولسوالۍ کې شاوخوا دوه سوه زره  منه پياز ترلاسه کړي دي.

 ولسوال وايي: (( زياتره خلکو پياز کرلي و خو دا چې د ساتلوځاىونه يې نه لري، نو کله کله د داسې طبيعي پېښو له امله ترې خراب شي.))

د غزني دکرنې رييس سلطان حسين عباسيار پژواک اژانس ته وويل،چې سږ کال په دې ولايت پيازو ښه حاصلات درلودل، خو کچه يې ونه ښوده.

نوموړي وويل ،په غزني کې وروستيو اورښتونو د يو شمېر بزګرو پياز خراب کړي دي.

د ياده ولو ده، چې په غزني ولايت کې د يومن پيازو بيه اوس مهال ۱۰۰پاکستانۍ کلدارې ده، خو د معمول په څېر د مياشتې يا دوه مياشتو په تېرېدو سره دا بيه لوړېږي.

Related Topics