لښکرګاه، جلال اباد (پژواک ۱۴ لړم۹۳) : د هلمند او ننګرهار ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې ١١ وسله والو او څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په بېلابېلو پېښوکې دوه ملکي وګړي او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مارجې په ترخه ناور سيمه کې د جګړې پرمهال د پوليسو او وسله والو طالبانو په جګړه کې يو لس کلن ماشوم وژل شوی دى.
هغه زياته کړه، چې په همدې سيمه کې يو بل ملکي وګړى د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى.
دى وايي چې د نوزاد ولسوالۍ په داني سيمه کې پر يوه بار وړونکي موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو ملکى وګړى وژل شوى او بل ټپي دى.
عبيد وويل چې د سنګين ولسوالۍ په چوغک سيمه کې يو طالب د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى او د موسى کلا ولسوالۍ په اسمانيانوکلي کې د پوليسو او وسله وال په نښته کې يو طالب وژل شوی او بل ټپي دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بله خوا د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او پوليسو په نښته کې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيارحضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې وروسته د پچيراګام ولسوالۍ د ګډل او طوفان پر پوستو وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد کړی و.
د نوموړي په خبره ، چې په رامنځته شوې نښته کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان دي.
مشرقيوال زياتوي چې نښتې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ او بريد په شا تمبول شوى دى.
دی وايي چې په نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د امنيه قوماندانۍ پوليسو يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه کړي او هم يې د وسله والو مخالفينو يو انتقالوونکى نيولى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د کامې پله ته څېرمه شاو خوا څلوېښت کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.
د نوموړي په خبره ، چې ياد ترياک په يوه سراچه ډوله موټر کې ځاى پر ځاى شوي و، چې په تور يې يو تن هم نيول شوى ، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.
مشرقيوال وايي چې تېره ورځ يې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هغه تن هم نيولى، چې پخوا به يې وسله وال لېږدول.
د ده په خبره، چې څو ورځې وړاندې هم ياد تن دوه وسله وال مخالفين له يوه ځاى څخه بل ځاى ته لېږدولي و، چې د پوليسو تر څار لاندې و او تېره ورځ ونيول شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP