کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٣): ملي امنيت وايي، چې په دې رياست کې د افغانستان د څېړنو او اختراع مرکز جوړ شوى دى.
د دې رياست وياند حسيب صديقي، نن (د لړم ١٤مه) په يوه خبري ناسته کې په کابل کې وويل، چې ياد مرکز له نورو دولتي ارګانونو سره په همغږۍ کې ايجاد شوى دى.
ده زياته کړه، دا مرکز د هېواد د فوق العاده استعدادونو د انسجام په موخه رامنځ ته شوى، ترڅو د څېړنيو او اختراعاتو په برخه کې له هغوى سره تخنيکي، علمي او مالي مرستې وکړي او خپلې څېړنيزې چارې په خپله خاوره کې پرمخ يوسي.
نوموړي د زياتو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ياد مرکز بېلابېلې تخنيکي برخې ولري.
هغه وايي: “په دې وروستو څو کلونو کې زموږ ځينو هېوادوالو وکولى شول، چې په بېلابېلو برخو کې ځمکني او هوايي نقليه وسايط، د انرژۍ وسايط او په نورو تخنيکي برخو کې اختراعات وکړي، خو د دوى د استعدادونو د پياوړتيا او انسجام لپاره، چې يوه ملي پانګه ده، ډېر پام نه و شوى، چې دا کار متاسفانه د دې سبب وګرځېد، چې دا استعدادونه له هېواد بهره سفر وکړي او يا هم له دوى نه سمه استفاده ونه شي.”
د ملي امنيت رياست وياند وايي، هغه کسان چې اختراعات يې کړي، کولى شي د دوى د ١٩١٩ شمېرې او يا هم د دې رياست د فېسبوک پاڼې له لارې له دوى سره په اړيکه کې شي، اړونده فورمه ډکه کړي او دوى ته يې ور واستوي.
دى زياتوي، کله چې د اړوند شخص د اختراع طرح منظوره شوه، نو دوى ورسره اړيکه نيسي او د مرکې لپاره يې ور غواړي او په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته کوي؛ نه يواځې له دوى سره به مالي مرسته وشي، بلکې هغوى ته د څېړنې د وسايلو د برابرولو او د هغوى د فزيکي خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د صديقي په وينا، د ياد مرکز په ايجاد سره به کورنيو استعدادونو ته دا زمينه برابره شي، چې په خپله خاوره کې د داخلي توليداتو د ودې لپاره کارنده ونډه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP