Language

د بلخ ولايتي شورا برياليو وکيلانو ته باورليکونه ورکړل شول

مزارشريف (پژواک، ١٥ لړم ٩٣): د بلخ ولايتي شورا برياليو وکيلانو ته د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا باورليکونه ورکړل شول.

د بلخ ولايتي شورا ته له کانديد شوو ۱۲۹ نوماندانو د څلورو مېرمنو په ګډون ۱۹ کسان بريالي اعلان شول چې د لړم په ۱۵مه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا ورته د يو لړ مراسمو په نيولو باورليکونه ورکړل شول.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عزت الله ارمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غويي په ۱۹مه يې د ولايتي شورا ۱۹ کسان د برياليو وکيلانو په توګه په لومړنيو پايلو کې اعلان کړل.

نوموړي زياته کړه چې د شکايتو کمېسيون د شوو شکايتو پر بنسټ له کتنو وروسته د يو کس په بدلون د دوی پايلې بېرته واستولې.

د هغه په وينا، د شکايتو کمېسيون د بيا کتنو په ترڅ کې د بي بي نسا په نوم مېرمن چې د دوی په لومړني لېست کې نولسمه بريالۍ وکيله وه، پر ځای يې مېرمن ډاکتر رحيمه رحيمي ترکې د وکيلې په توګه وټاکل شوه.

ارمان وويل چې نن يادو برياليو نوماندانو ته د رسمي مراسمو په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمېسون له خوا باورليکونه ورکړل شول.

د بلخ ولايتي شورا پخواني رييس چې دغه ځل يې هم ولايتي شورا ته لاره پيدا کړې، د باورليک له ترلاسه کېدو وروسته پژواک ته وويل چې پر خپل برياليتوب خوښ دی.

نوموړي زياته کړه چې پنځه کاله يې خپلو خلکو ته خدمت کړی و چې له همدې امله بيا رايه ورکړل شوه او بريالی شو.

خو د ټاکنو کمېسيون په لومړني لېست کې بريالۍ نومول شوې نوماندې بي بي نسا چې په يادو مراسمو کې يې برخه لرله پژواک ته وويل چې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ورسره درغلي کړې ده.

نوموړې زياته کړه: ((زما پر برياليتوب ټول بلخ خبر دی، خو د شکايتو کمېسيون د اړيکو پر اساس په وروستيو پايلو کې زما پر ځای مېرمن ترکې بريالۍ کړې ده.))

د هغې په وينا چې د خپل حق ترلاسه کولو په موخه به تر محکمې هم ولاړه شي.

خو مېرمن ډاکتر رحيمې ترکې پژواک ته وويل چې په لومړيو پايلو کې يوازې د دې د دوو ولسواليو رايې شمېرل شوې وې چې د شکايتونو پر بنسټ يې ټولې رايې يو ځل بيا وشمېرل شوې او بريالۍ اعلان شوه.

نوموړې زياته کړه چې دې خپل حق ترلاسه کړی او مېرمن بي بي نسا هم حق لري چې که چېرې ورسره درغلي شوې وي نو غږ دې پورته کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول ارمان وويل چې ډېری پاتې نوماندان خپله ناکامي نه مني او ورته جنجالونو ته لمن وهي.

نوموړي زياته کړه چې دوی پر خپلو چارو باور لري.

د هغه په وينا، په بلخ کې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ ۱۱۰۰ محلونه وو چې ۳۱ يې له ټاکنو وروسته باطل اعلان شول.

ارمان وويل چې له بلخ ولايت څخه ۱۲۹ کسانو ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي وو چې ۱۷په کې مېرمنې وې، له ټولو څخه ۱۵ نارينه وو او څلورو ښځو ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه.