غزني ښار (پژواک، ۱۵ لړم ۹۳): د غزني ښار د پښتون اباد سيمې لسګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د سرپرست والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د پښتون اباد سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو د لړم په ١٥مه په داسې حال کې چې باران ورېده او ملي بيرغونه ورسره وو، د والي موسى خان اکبرزاده پر ضد لاريون وکړ.
لاريون کوونکو ادعا کوله چې د غزني والي په تېره دوره کې هېڅ کار نه دى کړی، بلکې خلکو ته يې ستونزې راولاړې کړې دي.
د غزني د تېرې ولايتي شورا غړي او قومي مشر نادرخان ګيرو وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي د دې سيمې خلکو ته هېڅ نه دي کړي او ستونزې يې زېږولې دي.
هغه زياته کړه: ((نه روغتيايي اسانتياوې لرو او نه هم ښوونځي، سړکونه مو خراب دي چې د واورو او باران پر مهال له سختو ستونزو سره مخ يو.))
د نوموړي په وينا، والي څو څو ځلې له دوی سره ژمنې وکړې خو بيا يې هم د دې سيمې حق نه دى ورکړی او پر دې سربېره يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې، امنيتي ځواکونه پر يو او بل تور بې ګناه خلک نيسي.
د پښتون اباد د شورا مشر حاجي عبدالاحد وايي چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ د بلال خېلو په سيمه کې يو کس چې له خپلې مېرمنې سره په هوټل کې و، ونيو او د هغه پر مېرمن يې جنسي تېرى وکړ.
دى وايي چې د غزني چارواکو او مسوولينو د دې پېښې په اړه هېڅ اقدام ونه کړ.
هغه زياته کړه: ((موږ له نوي ولسمشره ژر تر ژره د والي لرې کول غواړو، بايد داسې کس معرفي کړي چې د دغه ولايت د خلکو ستونزې هوارې کړي.))
د پښتون اباد سيمې يو بل اوسېدونکی حاجي نورګل وايي، کله چې دوی وغواړي د غزني له والي سره وويني نو د ولايت ساتونکي د والي په امر دوى ولايت ته نه ور پرېږدي.
دغو خلکو غوښتل چې خپل لاريون د غزني ښار ته ورسوي خو امنيتي ځواکونو يې مخنيوى وکړ.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د والي د دفتر نظر واخلي، خو هغوى د نظر له ورکولو ډډه وکړه.