غزني ښار (پژواک، ۱۷ لړم ۹۳): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يو قومي مشر او پخوانى ښاروال له خپل يوه ساتونکي سره وژلی دى.
د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قومي مشر عبدالقادر نومېده او د قره باغ ولسوالۍ د هارون خېلو د سيمې اوسېدونکى و.
د هغه په وينا، ياد قومي مشر په خپله سيمه کې د دولت په مرسته پولګوټي او لارې جوړولې او تر وژل کېدو مخکې د وسله والو له خوا څو ځلې ورته د مرګ ګواښونه هم شوي وو.
ننګ وايي چې تېره شپه وسلع والو طالبانود هغه پر کور بريد کړى و او وروسته يې نوموړی له يوه ساتونکي سره وژلى دى.
د هغه په وينا، د تېر اختر په درېيمه ورځ هم پر ياد قومي مشر چاودنه وشوه، خو روغ ترې ووت.
وژل شوى قومي مشر عبدالقادر چې په ښاروال هم مشهور و، د وسله والو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروال دنده هم ترسره کړې وه.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې عبدالقادر پلان درلود، په خپله سيمه کې د وسله والو پر ضد پاڅون رهبري کړي.
د هارون خېلو سيمې يوه اوسېدونکي محمدانور پژواک ته وويل چې وسله وال د هغه کور ته ور اوښتي او په خپله خونه کې يې وژلى دى.
خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې يو شمېر قومي مشران د وسله والو له لوري وژل شوي دي.