Language

د لغمان په مرکز کې ٤٨ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

مهترلام (پژواک ١٧ لړم ٩٣): په لغمان ولايت کې د څه باندې ۵۸ ميليونه افغانيو په لګښت ۴۸ بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د مرستيال والي جمعيت الله حميدي له لوري پرانيستل شوې.

هغه زياته کړې چې يادې پروژې د ۳۶ شوراګانو له خوا وړانديز او د دوى له خوا ترسره شوې دي.

ځواک وويل چې په دغو پروژو کې پلچکونه، د لارو او کوڅو جوړول، د څښاک د اوبو څاګانې، د جرګو تالارونه، محافظوي او استنادي دېوالونه، کوچني کانالونه او ځينې نورې شاملې دي.

د نوموړي په وينا، دا پروژې د لغمان د مرکز اړوند په ۳۷ کليو کې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د ملي پيوستون د پروګرام او د ولسونو په مالي لګښت تطبيق او سرته رسېدلې دي.

د والي وياند وايي چې له دغو پروژو زرګونه خلک ګټه پورته کوي.

د مهترلام ښار يوه اوسېدونکي حبيب ګل پژواک اژانس ته وويل چې د دوى په سيمه کې د څښلو لپاره پاکې اوبه نه وې، خو اوس د ملي پيوستون له خوا ورته ژورې څاه ګانې ايستل شوې او ستونزه يې هواره شوه.

 

Related Topics