چاريکار(پژواک، ١٧لړم ٩٣): د سالنګ لويې لاره مسافرين او موټرچلوونکي د دې لارې له ويجاړتيا سرټکوي، خو د فوايد عامې وزارت مسوولين وايي، چې د دغې لارې د بنسټيزې بيارغونې لپاره پيسې نه لري.
د سالنګ لويه لاره چې کابل له شمالي ولايتونو سره نښلوي، ځينې وختونه په ژمي کې د واورې ورېدو له امله بندېږي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.
د دې لويې لارې يوه موټر چلوونکي سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک ډېرې برخې د پروان له جبل السراج څخه د بغلان ولايت تر خنجان ولسوالۍ پورې ويجاړې شوې دي.
د هغه په خبره، له همدې امله موټر زيات عوارض کوي او د لارې خرابوالى هم مسافر له ستونزې سره مخ کوي.
د کابل ښار هټيوال او د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ممتاز هم د دغې لارې د خربوالي شکايت وکړ.
نوموړي وويل، چې د سالنګ تونل دننه ستونزه نه لري، ځکه چې تېر کال بيارغول شوى، خو د دغه سړک نورې برخې ويجاړې شوې، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د دې واټ خرابوالى د دې سبب شوى، چې موټر په کې نيم ساعته لاره په يوه ساعت کې ووهي.))
نوموړي د دغې لويې لارې بيارغونې په برخه کې د ځنډ له امله پر حکومت نيوکه وکړه او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې د دغه سړک په بيارغونه کې ژر اقدام وکړي.
د فوايد عامې وزارت د ودانيزو چارو مرستيال انجنير احمدشاه وحيد هم د دې پخلى وکړ، چې د جبل سراج له تاجکان سيمې څخه د بغلان د دوشي ولسوالۍ د دوشي تر پله پورې ١٠٩ کيلومتره سړک بيارغونې ته اړتيا لري.
هغه وويل چې د دې سړک بيارغونه شاوخوا سل ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، چې دا پيسې اوسمهال له وزارت سره نشته.
خو هغه زياته کړه، چې د عامه ګټو وزارت هڅه کوي، چې د دې پروژې د تمويل لپاره سرچينې پيدا کړي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې له بيارغونې سره هم مهاله بايد دغه لويه لاره د درېيو مياشتو په اوږدو کې د ترافيکو پرمخ تړلې وي او موټر به د غوربند او باميانو له لارې تګ راتګ کوي.
د سالنګ لويې لارې د بندېدو په صورت کې خلک کولى شي چې د باميانو د شيبر کوتل له لارې د هېواد شمالي ولايتونو ته سفر وکړي، خو دغه لاره د سالنګ په پرتله اوږده ده.
احمدشاه وحيد زياته کړه، چې د فوايد عامې وزارت د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره په روان کال کې د دغې لويې لارې د ځينو برخو بيارغونه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د سالنګ تونل دننه برخه او په سوېلي سالنګ کې د دې سړک يوه برخه، چې په ټوله کې پنځه کيلومتره سړک کېږي، تېر کال د ايساف په ١٣ ميليونو امريکايي ډالرو مرسته بيارغول شوې ده.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP