کندهار ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣ ) : د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سوېلي ولايتونو هغو رسنيو ته ستاينليکونه ورکړل ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د ټاکنو پر مهال يې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړې وې.
د رسنيو د ستاينې دغه غونډه د لړم په ١٨مه، په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې د نورو تر څنګ په کې پژواک خبري اژانس ته هم د ټاکنو د غوره خبري پوښښ په وياړ ستاينليک ورکړل شو.
په دې غونډه کې د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو ګډون کړى و.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو د برخې کمېشنر نجيب اڅکزي په کندهار کې له مېشتو ژورنالېستانو او رسنيو مننه وکړه چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د ټاکنو پر مهال يې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د خلکو د پوهاوي لپاره يې زيار ايستلى.
هغه زياته کړه، رسنيو نه يواځې خلک وهڅول چې په ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي، بلکې د ټاکنو په ورځ يې د ستونزو، تقلب او درغليو د مواردو په نښه کولو او مخنيوي کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکار پاتې شول.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري هم د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د ټاکنو پر مهال د يو شمېر خبريالانو ستړياوې وستايلې او ويې ويل د هېواد په کچه د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې شاوخوا ٨ ميليونه خلکو ګډون کړى وو، چې دا ټول د رسنيو او خبريالانو د ډېر کار پايله وه.
نوموړي وويل، له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې د ټاکنو په برخه کې کار کوي او په دې موده کې په هېواد کې درې ځلې ټاکنې شوي، چې هر ځل به تر مخکنيو هغو ښه وې.
هغه ډاډ ورکړ چې د همدغو رسنيو د زيار په پايله کې به بل ځل ټاکنې تر دا ځل هم ډېرې رڼې او شفافې وي.
د کندهار د ژورنالېستانو په استازيتوب د کندهار د پريس کلب مشر سرور اماني د ټاکنو له کمېسيون څخه مننه وکړه چې د خبريالانو کارونه يې څارلي او د هغو خبريالانو د هلو ځلو قدرونه کوي چې خپلې دندې يې په ښه توګه ترسره کړې دي.
خو هغه پر يو شمېر رسنيو نيوکې هم وکړې چې د ټاکنو پر مهال يې خپلواکي و نه شوه ساتلى او د دې پر ځاى چې د خلکو او هېواد په ګټه کار وکړي، د ځينو اشخاصو او کړيو د ګټو لپاره يې کار وکړ.