جلال اباد (پژواک ١٨ لړم ٩٣): چارواکي وايي، چې غلو د ننګرهار پوهنتون د بدل اعاشې شاوخوا اته ميليونه افغانۍ تښتولې دي.
د ننګرهار پوهنتون د عامه اړيکو مسوول فضل علي فاضل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال يوولس بجې د ننګرهار پوهنتون د مالي څانګې څو کارکوونکو له بانک څخه د محصلينو د بدل اعاشې پيسې اخيستې وې، چې په لاره کې غلو ترې وړې دي.
د ده په خبره ، د بدل اعاشې پيسې اته ميليونه او پنځه اتيا زره افغانۍ کېدې چې ټولې غلو له ځانه سره وړې دي.
نوموړي وويل ، چې غلو د ځنګل باغ په سيمه کې پر لويه لاره د پوهنتون له موټر سره خپل موټر ټکر کړى او له هغه وروسته يې پرې ډزې کړې دي.
ده زياته کړه: (( له ډزو وروسته غلو له ټولو کارکوونکو څخه پيسې اخيستي او د ښار پر لور تښتېدلي دي.))
د فاضل په خبره، چې د پوهنتون ياد کارکوونکي دا مهال تر پوښتنو لاندې دي او نور جزييات به وروسته په ډاګه شي.
د نوموړي په وينا، د ننګرهار پوهنتون سرپرست رييس پوهنوال محمد طاهر عنايت له امنيتي او کشفي ادارو هم غوښتي چې غله ونيسي او ياده موضوع بررسي کړي.
د سره رود ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي پژواک اژانس ته وويل چې د پوهنتون کارکوونکي دا مهال په ولسوالۍ کې تر پوښتنو او لاندې دي او د پېښې بشپړ جزييات به وروسته په ډاګه شي.
ياده دې وي، دا لومړى ځل دى چې د ننګرهار پوهنتون د بدل اعاشې پيسې د ناپېژانده وسله والو غلو له لوري تښتول کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP