جلال اباد ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې لسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ايساف ځواکونو په لواړه سيمه کې پر وسله والو بمبار کړى، چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي دي.
دغه راز هغه وايي چې د ارګون ولسوالۍ په پيرکوتې سيمه کې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي ،يو وسله وال طالب يې وژلی او بل هم ټپي شوی دى.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې څلورو وسله والو ته د خپلې مرمۍ د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېزاد پژواک اژانس ته وويل چې د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د ديوانه بابا غره په سيمه کې پر وسله والو مخالفينو د خپل مزايل مرمۍ چاودېدلې چې له امله يې يو وسله وال قوماندان وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
نوموړى وايي چې وژل شوى قوماندان د چپرهار اوسېدونکى و او په ټپيانو کې يې د لښکر شاه په نوم يو قوماندان هم شامل دى چې شديد ټپيان شوي دي.
همداراز دى وايي چې د تېرو څو ورځو په دوران کې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کار مندانو په درېيو بېلابېلو قضيو کې درې شپيته کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP