Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣ ) : د شېرزادو ولسوالۍ د پوهنې چارواکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې وسله وال  د پوهنې په برخه کې ورسره مرسته کوي او ټول ښوونځي يې فعاله دي.

د شېرزادو ولسوالۍ د پوهنې مدير غلام محمد له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل ، د دوى په ولسوالۍ کې هېڅ داسې کوم ښوونځى نشته چې د وسله والو له ګواښ سره دې مخ وي.

نوموړي زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ ډېرى وسله وال د پوهنې له بهير سره مرسته کوي او دوى په خپله سيمه کې د وسله والو له خوا له کوم ګواښ سره نه دي مخ.

ده وويل: (( د نورو سيمو برعکس په شېرزادو کې ټول وسله وال د پوهنې له بهير سره کومه ستونزه نه لري او زموږ ټول مواد د شېرزادو ټولو ښوونځيو ته انتقاليږي.))

د مدير غلام محمد په خبره ، چې پخوا يو شمېر وسله والو د ښوونځي پر وړاندې ستونزې راولاړولې، خو د قومي مشرانو له لوري يادې ستونزې له منځه لاړې او په ياده ولسوالۍ کې زده کوونکي په ارامه زړه، زده کړې کوي.

دى وايي، دا مهال په يادې ولسوالۍ کې ٣١ ښوونځي موجود دي چې له يادې جملې څخه يې يواځې ١٠ لېسې دي.

د نوموړي په وينا، په شېرزادو ولسوالۍ کې د نجونو لپاره دوه لېسې لري چې درې دورې فارغين يې ورکړي او دا مهال په دارالمعلمين کې زده کړې کوي.

ده وويل: (( موږ٢٣ شاوخوا زده کوونکي لرو چې ٧ زره يې يواځې نجونې دي.))

د شېرزادو د پوهنې مدير وايي څه موده وړاندې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته شوې چې د دوى يو شمېر ښوونځيو ته زده کوونکي نه تلل، نو دوى دواړو لوريو سره خبرې وکړې چې له امله يې ياده ستونزه هواره شوې او اوس ټول زده کوونکي زده کړو ته ځي.

ده په يادې ولسوالۍ کې د مسلکي ښوونکو د کمښت خبره هم وکړه او ويې ويل  چې که  په ياده ولسوالۍ کې مسلکي ښوونکي زيات شي، نو د دوى درسي کيفيت به نور هم ښه شي.

د شېرزادو ولسوالۍ يوه  ښوونکي عبدالعلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا يو شمېر ډلو د پوهنې د بهير پر وړاندې خنډونه راپيدا کړي وو، خو له تېرو څو کلونو راهيسې يادې ستونزې هوارې شوې دي.

ده زياته کړه : (( په نورو سيمو کې موږ اورو چې وسله وال د پوهنې مخالفت کوي، خو دلته د قومي مشرانو په منځګړيتوب سره ستونزې نشته.))

دى وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې ښوونځي فعاله دي خو کله نا کله له يوشمېر ښوونځيو سره نږدې د امنيتي ځواکونو او وسله والو په نښتو کې زده کوونکي مجبوريږي چې ښوونځي ته لاړ نه شي.

د يادې ولسوالۍ يو بل ښوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شېرزادو کې يو شمېر وسله وال د پوهنې نظارت کوي.

ده زياته کړه : (( وسله والو په خپله د پوهنې يو مدير ټاکلى چې هغوى له خپله طريقه نظارت کوي.))

بله خوا د شېرزادو د پوهنې مدير هم دا مني چې يو شمېر وسله وال د پوهنې له بهير څخه څارنه هم کوي،  خو له دوى سره څه کار نه لري او نه هم د دوى مخالفت کوي.

د ننګرهار دپوهنې رياست وياند اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل ، چې ددوى اداره بې پلوه ده او د ټولو خلکو اولادونه په ښوونځيو کې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه، چې دوى د کتابونو د وېش لړۍ له کومې ستونزې پرته پاى ته ورسوله او تر اوسه د پوهنې په برخه کې له کومې ځانګړې ستونزې سره نه دي  مخ شوي.

څه موده وړاندې د ننګرهار  په غني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو يو شمېر ښوونځي تړلي وو ، چې ډېر ژر بيا ياده ستونزه هواره شو .

ياده دې وي چې شېرزاد د ننګرهار  له هغو ناامنو ولسواليو څخه ده چې ډېرى وخت د وسله والو او پوليسو تر منځ په کې نښتې رامنځته کيږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.