Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې چينايي انجنير له تښتوونکو وژغورل شو

چاريکار: ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣): يو چينايي انجنير چې شاوخوا يوه مياشت مخکې له کابل څخه تښتول شوى و، نن  په پروان ولايت کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  دغه انجنير ناپېژانده کسانو شاوخوا يوه مياشت مخکې له کابل څخه تښتولى و.

د هغه په وينا، تښتوونکو نن سهار وروسته له هغه چې پوليس يې په سيمه کې ليدلي و،  دغه انجنير په داسې حال کې چې لاس او پښې يې تړلي وو، د پروان د مرکز اړوند په سنجددره سيمه کې په وياله کې غورځولى او دوى تښتېدلي وو.

امنيه قوماندان وويل،چې د پروان پوليسو د ودانيزو چارو دغه چينايي انجنير، د کورنيو چارو وزارت ته سپارلى دى.

مموزي وويل، چې د دې انجنير د نورې پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه لري.

د ده په وينا، ځينې تښتوونکي،  تښتول شوي کسان پروان ته وړي، خو پوليسو هڅې ګړندۍ کړې دي، تر څو  دې ولايت ته  د  انسان تښتوونکو  د تګ راتګ مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کابل د استالف ولسوالۍ اوسېدونکى حبيب استالف د سړي تښتوونو، وژنو او وسله والو غلاوو په جرم پر دار وځړول شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.