کندز-کابل(پژواک، ١٩ لړم ٩٣): د تخار ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي له ٢٠ نورو وسله والو مخالفينو سره په کندوز ولايت کې د کومانډو قطعاتو او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او ٢١ نور ونيول شول.
د کندوز امينه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د ملي اردو د کومانډو قطعاتو او ځانګړو ملي پوليسو له خوا د هوا له لارې تر سره شول.
هغه زياته کړه چې د دشت ارچي ولسوالۍ په ملاقُلي او پايين اب سيمو کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
حسيني وويل چې دغه عمليات د طالبانو پر مهمو سنګرونو شوي او د وژل شوو هويت لا هم نا څرګند دى.
خو د ملي دفاع وزارت وياند ظاهرعظيمي وايي، په وژل شوو کې د تخار ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي مولوي محمد اسماعيل چې د خپلو ملګرو په مرسته کندوز ته راغلى و، هم شامل دى.
ددغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٢١ نور نيول شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.
سرچينې ويلي چې ددغو عملياتو په بهير کې د چهادرې ولسوالۍ ډېرې برخې د کومانډو له خوا چاڼ شوې اوعملياتو به تر بشپړ چاڼ پورې دوام ولري. د ملي اردو کومانډو ځواکونه د ګورتپه سيمې کې پلي شوي او اوسمهال له وسله والو مخالفينو څخه ددغې ساحې په چاڼولو بوخت دي.
د ملي دفاع وزارت وياند وويل ، د شاهين ٩ په عملياتو کې چې د ملي اردو د درېيو کنډکونو، د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې پلې لوا او د پوليسو د يوه ځانګړي کنډک د قطعاتو له خوا په کندوز کې پيل شوي، د کومانډو له تر ټولو سترو عملياتو څخه ګڼل کېږي.
همدارنګه په کندوز کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن غلام حضرت کريمي پژواک ته وويل چې د ګورتپې لرخابي، اتمانزي، قلعه چه، عمرخېل او شينواري کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي او د امنيتي ځواکونو د ځمکنيو قطعاتو عمليات لا هم په ساحه کې دوام لري.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز په چهاردره، دشت ارچي او ګورتپه ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه له څو مياشتو راهيسې زيات شوي او په سلګونو کورنۍ د جګړې او نا امنۍ په سبب د کندوز ښار په ګډون نورو خوندي سيمو ته بې ځايه شوي، چې د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP