ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مومندرې يو شمېر اوسېدونکي د زور واکو له زور زياتي سر ټکوي

د مومندرې يو شمېر اوسېدونکي د زور واکو له زور زياتي سر ټکوي

author avatar
10 Nov 2014 - 17:23
د مومندرې يو شمېر اوسېدونکي د زور واکو له زور زياتي سر ټکوي
author avatar
10 Nov 2014 - 17:23

جلال اباد (پژواک ١٩ لړم ٩٣):د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، ځينې زور واکي د ولسوال په ملاتړ  د خلکو شخصي ځمکې غصبوي او نن  يې ددوى يوتن وژلى دى.

د مومندرې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو نن د لړم په ١٩مه يو جسد د ننګرهار ولايت مقام مخې ته د احتجاج په ډول راوړى و او ويل يې چې د يادې ولسوالۍ ولسوال او يو شمېر زورواکو ياد تن وژلى دى.

برهان الله چې د وژل شوي تن زوی دی پژواک خبري اژانس ته وويل، پلار يې په سيمه کې زورواکو د ولسوال په ملاتړ  د خپلې شخصي ځمکې په سر وژلی دى.

 نوموړی وايي ، نهه مياشتې وړاندې همدې زورواکو ورته يو ورور د همدې ځمکې په سر وواژه، خو دوی خپلې عرض پاڼې ټولو ادارو ته سپارلي، مګر قاتلين تر اوسه پورې چا نه دي نيولي.

نوموړي وويل: (( دا عدالت دى، دا انصاف دى، زه انصاف غواړم او بايد زما د پلار او ورور پوښتنه وشي.))

د مومندرې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى رجب خان هم ولسوال تورنوي چې د زورواکو  ملاتړى دى او هڅه کوي چې د خلکو ځمکې په زوره غصب کړي.

ده زياته کړه: (( له ولايتي ادارې غواړو چې ياده قضيه وڅېړي، ځکه  تر څو به داسې غله او زورواکي پر موږ حاکم وي.))

احتجاج  کوونکو کسانو خبرداری ورکړ چې که عدالت ورسره ونه شي دکورنۍ ټول غړي به پرځان تيل واړوي او ځان وسوزوي.

دمومندرې ولسوال نسيم شينوارى پرځان لګيدلي تورونه ردوي او وايي هغه چا چې د برهان الله پلار او ورور وژلي سيمه ييز  زورواکي او دوسله والو مخالفينو ملګري اشخاص دي.

نوموړى وايي ، له يادې کورنۍ سره ظلم شوى او دوى هڅه کوي چې ياد کسان ونيسي خو تر اوسه پرې نه دي بريالي شوي.

دننګرهار د والي ويانداحمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار سرپرست والي ټولو اړوندو ادارو ته جدي لارښوونه  کړې چې ياده مسله وڅېړي.

عبدالزى وايي چې دوى هڅه کوي تر څو ياده مسله روښانه او عاملين يې ونيسي.

نوموړي وويل: (( ولايت مقام په دغه موضوع کې جدي دى او انشاء الله په نږدې راتلونکي کې به ټوله موضوع روښانه شي.))

دا لومړی ځل نه دی چې يو شمېر کسان په دې ولايت کې د زورواکواو سيمه ييزو چارواکو د ظلمونوله  امله د ولايتې ادارې مخې ته داحتجاج په ډول دخپلو مړو جسدونه وړي.

 تردې وړاندې هم ورته احتجاجونه شوي خو تراوسه ددغه ډول پېښو هيڅ عامل نه دی مجازات شوی.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.