Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځانمرګي بريد د پوليسو اکاډمۍ څلورو استادانو ته مرګ ژوبله اړولې

دويم تعقيب- جلال اباد(پژواک ١٩ لړم ٩٣): د ننګرهار ولايت د پوليسو اکاډمۍ پر موټر د ځانمرګي بريد په ترڅ کې د دې اکاډمۍ دوه استادان وژل شوي او دوه نور ټپيان  دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اوه بجې د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره  ګمرک ته څېرمه د پوليسو اکاډمۍ پر رينجر موټر چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دى وايي،لومړني معلومات ښيي چې ځانمرګى بريدګر په زرنج موټرسايکل کې سپور و او د پوليسو اکاډمۍ له رينجر موټر سره يې تر ټکره وروسته چاودنه کړې ده.

د عبدالزي په خبره ، چې په ټپيانو کې يې د يوه تن روغتيايي حالت نازک دى.

نوموړي وويل چې دا کسان د پوليسو اکاډمۍ استادان دي او نن سهار د خپلې دندې په موخه په حصارشاهي ډاګ کې د پوليسو اکاډمۍ ته روان و، چې بريد پرې وشو.

نوموړى وايي چې د ننګرهار والي پر يادې پېښې ژوره خواشيني څرګنده او امنيتي ادارو ته يې د پېښې د جدي څېړنې لارښوونه وکړه.

خو د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې دوى ته درې جسدونه او يو تن په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

دى وايي ، چې ټپي تن  دا مهال تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.