Language

د بلخ  زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

مزارشريف (پژواک، ٢١ لړم ٩٣): د شمال زون د ملي پيوستون مسوولين وايي چې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ شپږو کليو ته برېښنا وغځول شوه.

په مزارشريف کې د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريداحمد سعادت د لړم په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي پيوستون د شپږو پروژو په بشپړېدو د شپږو کليو زرګونه کورنيو ته د برېښنا اسانتيا برابره شوه.

نوموړي زياته کړه چې دغه پروژې د بلخ ولسوالۍ په بوريا باف، مومندان، قرلق وطني، نووارد وطني، وزيراباد او حسن خېل کليو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

د هغه په وينا، يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۱۵ميليونه او ۷۳۴زره افغانيو په لګښت بشپړې شوې چې لس سلنه برخه په کې د سيمې د اوسېدونکو ده.

سعادت وويل چې د دغو پروژو له لارې په يادو کليو  کې ۲۴زره ۶۰۰ متره برېښنايي شبکه، چې په اوږدو کې يې ۱۱ ترانسفرمرونه کارول شوي دي، بشپړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې له يادو پروژو د دغو کليو نږدې ۲۵۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.

د مومندانو کلي اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وويل چې که څه هم  د دوی کلي د ولسوالۍ مرکز ته نږدې پروت دی خو لا يې هم برېښنا نه لرله.

نوموړي خوښي څرګنده کړه چې له دې وروسته به د برېښنا له ټولو اسانتياوو برخمن وي.

د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول سعادت وويل چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د ملي پيوستون د پروژو تر پوښښ لاندې دي، چې تر دې دمه پکې ۲۰۱۹ پروژې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم په دغه ولايت کې د ملي پيوستون ۶۰۰ پروژې تر کار لاندې دي.

Related Topics