Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بې پيلوټه الوتکې بريد ٦ وسله وال وژلي

جلال اباد ( پژواک، ٢١ لړم ٩٣ ) : چارواکي وايي  چې د ننګرهار په سپين غر او بټي کوټ ولسواليو کې لسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د سپين غر ولسوالۍ د مامندو په مکړنه سيمه کې د ايساف بې پيلوټه الوتکې د وسله والو مخالفينو پر يوه سراچه موټر بريد کړى، چې په پايله کې يې د قوماندان رحمن الله په ګډون شپږ  وسله وال وژل شوي دي.

دى وايي چې قوماندان رحمن الله په سيمه کې د وسله والو مخالفينو فعال قوماندان و .

د حسن خېل په خبره، چې په وژل شويو کې  يوتن د پاکستان تبعه هم شامل دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم وايي چې د سپين غر او اچين ولسواليو اړونده سيمو کې ياد بريد ترسره شوى دى.

دى وايي چې په بريد کې ټول وسله وال وژل شوي او سراچه موټر هم په بشپر ډول له منځه تللى دى.

همداراز د يوه بل خبر له مخې، مشرقيوال زياتوي ، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عمليات کړي چې د وسله والو مخالفينو يو قوماندان صديق يې وژلى او څلور پاکستاني وسله وال يې ژوندي نيولي دي.

نوموړى زياتوي چې په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بله خوا د لغمان ولايت اړوند سيمو کې د خيبر په نوم چاڼيز او جګړه ييز عمليات هم پيل شوي.

د لغمان ولايت د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې عمليات تر دې مهاله په برياليتوب سره روان دي او د لاسته راوړنو په اړه به يې نور جزييات وروسته وړاندې کړي.

د يادو شويو پېښو په اړه وسله والو مخالفينو تر دې مهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.