غزني ( پژواک ۲۱ لړم ۹۳) : چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو سيمه ييز پوليس ، د هغه پلار او مور وژلي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ د قدم خېلو په سيمه کې د يوه سيمه ييز پوليس پر کور بريد کړى دى.
د ننګ په وينا، وسله والو طالبانو لومړى سيمه ييز پوليس او وروسته يې د هغه مور او پلار وژلي او بيا تښتېدلي دي.
هغه وايي، چې پوليسو په دې تړاو څېړنې او پلټنې پيل کړې دي.
د سيمې يوتن اوسېدونکي محمدخالد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله وال طالبان د سيمې د يوه سيمه ييز پوليس کور ته ور اوښتي، هغه او د ياد پوليس مور او پلار يې وژلي دي.
هغه وويل، چې دا تن محمد انور نومېده او له څه مودې راهيسې يې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده درلوده.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په اندړو ولسوالۍ کې يې د يوه کمين پر مهال يو سيمه ييز پوليس او د هغه زوى چې ساتونکى يې و، وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د اندړو ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره ورځ د خاني خېلو په سيمه کې هم وسله وال طالبان د يوه بل تن کور ته ور اوښتي او هغه يې پر ډزو سره ټپي کړى دى.
د سيمې اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وويل،چې دغه تن ديوه مخابراتي شرکت د پايې ساتنه کوله.
د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل ، چې دوى ته له يادې پېښې يو ټپي ور وړل شوى و ، خو د سختو ټپو له امله کابل ولايت ته د درملنې په موخه انتقال شو.
هغه وويل، چې دا تن د سر او سينې په برخو کې پر ډزو لګېدلى و .
امنيتي چارواکو او وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.