Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو مخالفينو د هسکې مېنې  يو شمېر ښوونځي تړلي

جلال اباد( پژواک، ٢١ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې وسله والو مخالفينو يې يو شمېر ښوونځي له دې امله تړلي، چې ځينې ملګري يې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د هسکې مېنې د ياغي بند د سيمې اوسېدونکي رسول جان د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د دوى د سيمې ښوونځي وسله والو تړلي او ورته يې ويلي، تر څو چې د دوى ملګري راخوشې نه شي نو ښوونځي به تړلي وي.

دى وايي: (( يواځې زموږ نه بلکې د ګورګورۍ،مريز کنډو او نورو ناامنو سيمو ښوونځي يې تړلي دي.))

د هسکې مېنې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي غلام نبي پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د مرکز لېسې زده کوونکو ته هم ګواښ کړى چې نور دې ښوونځي ته نه راځي.

دى وايي چې تر اوسه پورې چارواکو کوم  تصميم نه دى نيولى او که چېرې موضوع همداسې پاتې شي، نو لرې نه ده چې ټول ښوونځي به وتړل شي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ د پوهنې مديريت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې  واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ يو شمېر ښوونکي هم وسله والو ته ورغلي وو ، خو هغوى يې عذر نه و منلى.

سرچينه زياتوي ، وسله والو مخالفينو ښوونکو ته ويلي و چې حکومت دې د دوى ملګري راخوشې کړي او هم دې د ګورګورۍ په کلينيک کې ورته درمل برابر کړي او که چېرې داسې ونه کړي نو ښوونځي به تړلي پاتې شي.

بله خوا د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه چارواکي هم د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو شاوخوا اته ښوونځي تړلي او ښوونکو ته يې ويلي چې د دوى ملګري راخوشې او هم دې د ګورګورۍ کلينيک ته د جراحي برخې درمل راولېږي.

ياده سرچينه زياتوي چې څوورځې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو يو وسله وال چې عبدالحق نوميږي نيولى او مرکز ته يې انتقال کړى دى.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم ياده ستونزه مني او وايي چې وسله والو مخالفينو يو شمېر ښوونځي تړلي دي.

نوموړي د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

بله خوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم مني چې ښوونځي تړل شوي او وسله والو مخالفينو يو شمېر غوښتنې کړي، خو دا غوښتنې ورته له کوم رسمي ادرس څخه نه دي وړاندې شوي.

دى وايي چې د پوهنې چارواکي او قومي مشران په ګډه په هڅه کې دي ، تر څو ياده ستونزه هواره کړي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه ‌څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې ددې ولايت د شېرزادو ولسوالۍ مسوولينو ويلي و ، چې وسله والو ورسره د پوهنې له بهير سره مرسته کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.