Language

په مزار کې معلولينو لاريون وکړ

مزارشريف (پژواک، ٢١ لړم ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو معلولينو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه لاريون وکړ.

دغه لاريون چې د افغانستان د نابينايانو ټولنې له خوا د لړم په ۲۱مه ترسره شو، د مزارشريف ښار له محب څلورلارې تر محکمې وغځېد او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره يې شعارونه ورکول.
د يادې ټولنې غړي سيدمحمد يزدان پرست پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاريون د معلولينو لپاره د کار او زده کړو اسانتيا برابرولو، معلولينو ته د ټولنې د نورو غړو په څېر حق ورکول، د طبيعي پېښو او جګړو له امله د معلول شوو کسانو ترمنځ د توپير له منځه وړو په موخه ترسره شو.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان نوي رهبري په لومړيو سلو ورځو کې د معلولينو د حالت د ښه کېدو په موخه هېڅ ډول عمل نه دی کړی.

د هغه په وينا، په ټولنه کې د معلول او روغ انسان ترمنځ د شته واټن د له منځه وړو او په دولتي چارو کې د طبيعي پېښو او د جګړې له امله د معلول شوي انسان تر منځ توپير بايد دولت له منځه يوسي.

د ياد لاريون ګډونوالې شريفه موسوي چې په پر يوه پښه معيوبه ده، پژواک ته وويل چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه يې په لاريون کې برخه اخيستې ده.

نوموړې زياته کړه چې په دولت کې د مياشتې د پنځه زره افغانيو کتابچه لري خو دغه پيسې هم پر وخت او منظمې نه ورکوي.

د هغې په وينا، دولت بايد د معلولينو د ستونزو د هواري او د ژوند ښه والي لپاره د دوی په مشوره جدي ګامونه واخلي.

محمد دين چې د سترګو نظر يې له لاسه ورکړی، پژواک ته وويل چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ د ستونزو د حل لپاره هېڅ نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه چې معلول ته نه د زده کړو سمه زمينه برابره شوې او نه هم ورته د کار اسانتيا برابره ده چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

د هغه په وينا، نوی حکومت بايد د تېر حکومت په څېر چلند ونه کړي او د معلولينو د ژوند د بدلون په موخه دې جدي ګامونه واخلي.

Related Topics