Language

په کاپيسا کې لوى سوداګريز مرکز جوړېږي

محمود راقي ( پژواک، ٢١ لړم ٩٣ ): د کاپيسا چارواکي وايي، په اول کوهستان کې لوی سوداګريز مرکز جوړيږي چې د هېواد د شمال، سوېل او ختيځو ولايتونو  مالونو د تګ او راتګ مرکز وي.

ځايي چارواکي وايي چې دا مرکز اوس مهال د کاپيسا، پروان او د پنجشېر په کچه دی، خو د وخت په تېرېدو د پراختيا له موندلو سره د نورو ولايتونو سوداګر هم ترې ګټه پورته کولى شي .

د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په راتلونکي کې به د هېواد د سوېل او ختيځو سيمو سوداګريز کاروانونه همدلته تم کېږي او هم به مالونه يادو سيمو ته له همدې ځايه لېږدول کېږي.

دى وايي چې دا سوداګريز مرکز دمګړۍ په لس جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې د لويو ګودامونو ترڅنګ لسګونه دوکانونه جوړېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

د ولسوال په وينا، پر دې مرکز يو ميليون امريکايي ډالره لومړنۍ پانګونه شوې، چې د دې ولايت د ځايي ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوې ده.

شفيق وايي : ((په دې مرکز کې به د کاپيسا او نږدې ولايتونو ټولې مېوې او صادراتي او وارداتي مالونه ساتل کېږي او بيا به له همدې ځايه نورو سيمو ته هم استول کېږي.))

د هغه په وينا، د دې مرکز په جوړېدو سره به د سيمې خلکو ته ډېره ګټه په لاس ورشي او د سيمې اقتصاد به ورسره پياوړى شي.

ولسوال وايي چې اول کوهستان د هېواد سوداګريز لارې لپاره  مهم موقعيت لري، چې د شمالي ولايتونو سربېره به د هېواد د ختيځو او سوېلي سيمو مالونه هم دلته راوړل کېږي او تبادله به يې هم دلته نورو سيمو ته  اسانه وي.

د اول کوهستان يو تن سيمه ييز سوداګر حاجي عارف د دې سوداګريز مرکز پر جوړېدوخوښي څرګندوي ، خو زياتوي چې دوى اوسمهال د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې لري .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې ددې مرکز په فعالېدو سره به ددې سيمې سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې او وکولى شي خپل توکي په اسانه د هېواد ختيځ او شمال ته ولېږي.

دی وايي: (( موږ له دې ځايه د کاپيسا يا د شمالي ولايتونوانګور د هېواد نورو برخو ته وړو، خو د هوا د خرابوالي يا د وخت په تېرېدو سره انګور خرابېږې ، د دې لپاره منظم ځای نشته که چېرې دا سوداګريز مرکز جوړ شي هم به مالونه او تازه مېوې په کې خوندي شي ، هم به بڼوالو ته ګټه ورسيږي او هم به زموږ کارو بار ګړندی شي.))

د حاجي خليل الرحمن په نامه د انارو يو تن سوداګر پژواک اژانس ته وويل چې ډېرى مهال ددوى انار د هوا د خرابوالي له امله نه صادرېږي او دوى يې بيا د ساتلو لپاره ځاى نه لري .

هغه زياتوي : ((موږ انار اخلو خو کله چې وخت وځي هغه د هوا له امله خرابېږي که دا مرکز جوړ شي نو د تګاب انار به پرته له پاکستان يا هند څخه د هېواد نورو شمالي ولايتونو او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته هم واستول شي.))

د اول کوهستان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى علاوالدين وايي چې ددې مرکز په جوړېدو سره به د سيمې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د يادونې ده ، چې د کاپيسا سوداګر د انګورو، انارو او چهارمغز او جلغوزيو کارو بار کوي، چې يادې مېوې نورو هېوادونو ته هم  صادرېږي .

Related Topics