Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د هوايي ډګر د ترمينل جوړېدو چارې پيل شوې

کلات (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کی د هوايي ډګر لپاره د ترمينل د جورېدو چارې د لړم په ٢٢مه پيل شوې.

د زابل والي اشرف ناصري د دې پروژې د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ودانۍ د جورېدو لګښت د هوايي چلند وزارت له خوا ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې پر دې پروژې ٢٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

ناصري وويل چې ترمينل به د انتظار خونې تر څنګ اته دفتري خونې او نور اړوند ملحقات ولري .

والي هيله وښوده چې د هوايي ډګر د  زغاست ليکې لپاره به هم بوديجه پيدا کړي او د جوړېدو کار به يې هم ژر پيل شي.

په مشرانو جرګه کې  د زابل استازي ډاکتر زلمی زابلي پژواک اژانس ته وويل چې زابل يواځېنى ولايت دى چې تر اوسه هوايي ډګر نه لري.

هغه زياته کړه، چې د راتلونکي کال په بوديجه کې به پر حکومت فشار واچوي چې د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره پيسې منظورې کړي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې راتلونکى کال به له دغه ولايته الوتنې پيل شي.

د زابل د هوايي ډګر لپاره ساحه د کلات ښار په شمال کې د ملي اردو له  نظامي مرکز سره نږدې ټاکل شوې چې يو کال يې د ملي اردو له خوا د کار د پيل مخه نيول شوې وه .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.