Language

کندهار کې دوو چاودنو لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار ښار (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): په کندهار ولايت کې د دوو چاودنو له امله لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د چوڼۍ په سيمه کې په يوه کور کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي خو د چاودنې ډول تر اوسه نه دى څرګند شوى.

نوموړى وايي چې پوليس او د ملي امنيت کسان سيمې ته ورغلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

خپلواک دغه راز وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د چوک په سيمه کې چاودنه شوې ده.

د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه لاسي کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

دى وايي چې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي ، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د دې چاودنو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics