کندوز-زرنج (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د القاعدې يو شکمن غړى چې چادري يې اغوستې وه؛ له دوو نورو کسانو سره يو ځاى نيولى دى.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د القاعدې ياد غړي د ښځو له جامو او چادرۍ په ګټې اخيستنې له دوو نورو کسانو سره يو ځاى هڅه کوله چې په سراچه موټر کې وتښتي، چې پرون شپه په علي اباد ولسوالۍ کې د يوې تلاشۍ پر مهال له دوو کلاشينکوفونو سره ونيول شو.
محسني زياته کړه چې هغه د کندوز په مرکز ګورتپه سيمه کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ټپي شوى و.
امنيه قوماندان وايي چې د القاعدې شبکې ياد غړي د پوستې د تلاشۍ پر مهال ځان د بدخشان ولايت اوسېدونکى ور پېژندلى، په داسې حال کې چې هغه د تاجکستان وګړى دى او په ګورتپه ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو تر څنګ د دولت پر وړاندې جګړه کوله.
امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو تر څنګ چيچيني او ازبک وسله وال هم فعاليت کوي.
د ويلو ده، د روان کال په غويي مياشت کې هم يوې ډلې وسله والو له چادرۍ په ګټې اخيستو غوښتل د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړي چې بيا د پوليسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته د قاري سراج الدين (پير) په ګډون څلور کسان ووژل شول او پنځه ميله وسله هم ترې ترلاسه شوې وه.
همدارنګه د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې هم د څلورو وسله والو مخالفينو له نيول کېدو خبر ورکړل شوى دى.
د دلارام امنيه قوماندان سمونوال امان الله خاشرودي وويل، دغه کسان چې د امنيتي ځواکونو د کاروانونو مخې ته به يې بمونه خښول، تېره شپه له يوه کلاشينکوف، دوو موټرسايکلونو او يو شمېر مهماتو سره يو ځاى نيول شوي دي.
خو وسله وال طالبان وايي چې يو پوليس يې د دلارام له امنيتي پوستې د تېرېدو پر مهال پر ډزو وژلى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP