Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شپږ وسله وال او درې امنيتي سرتېري وژل شوي

شپږ وسله وال او درې امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
14 Nov 2014 - 13:55
شپږ وسله وال او درې امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
14 Nov 2014 - 13:55

اسعد اباد(پژواک،٢٣لړم ٩٣): د کونړ ولايت په چپه دره کې شپږ وسله وال مخالفين او درې  امنيتي سرتېري وژل شوي ، څلور وسله وال  او څلور  امنيتي سرتېري ټپيان دي .

دکونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل،چې وسله والو طالبانو تېره شپه د چپې درې په ګل سړک سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ ، چې جګړه رامنځته شوه.

سيدخېل زياته کړه، چې په دغه جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په ياده جګړه کې درې امنيتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى او څلور نور ټپيان دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په رالېږل شوي برېښنا ليک کې ادعا کوي، چې په چپه دره کې يې دوه امنيتي پوستې نيولي او ١٤ امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دده په خبره ،په دې بريد کې يې دوه رېنجر موټر ويجاړ کړي او يوه اندازه وسله او مهمات هم  د دوى لاس ته ورغلي دي.

خو د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې يادې پوستې د امنيتي ځواکونو په واک کې دي، وسله او مهمات هم د طالبانو لاس ته نه دي ورغلي .

 

 

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.