Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

جلال اباد ( پژواک، ۲۳ لړم ۹۳ ) : د ننګرهار ولایت په بیلا بیلو امنیتي پيښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب د لړم په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر مهال د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د سې پاى په سيمه کې درې تنه ملکي وګړي چې ټول ځوانان دي په يوې حجرې کې تړل شوي او له هغې وروسته په ډزو وژل شوي دي.

دى وايي ، چې دوى سيمه کلابنده کړې او شا او خوا ٤٠ تنه د سيمې اوسيدونکي يې نيولي او د کور څښتن له سيمې څخه په تېښته بريالى شوى دى.

د ده په خبره چې څېړنې روانې دي او دا به وروسته په ډاګه شي چې ياد وژل شوي ځوانان څوک او د وژلو لامل يې څه دى.

همداراز د يوه بل خبر له مخې نن مازيګر مهال د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه شوې چې له امله يې يو تن وژل شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه شا او خوا درې بجې د عامې روغتيا په څلور لاري ته نږدې رامنځته شوې ده.

نوموړى د چاودنې د نوعيت په اړه څه نه وايي خو زياتوي چې څېړنې روانې دي او يو تن په ياده پېښه کې وژل شوى دى.

پرون هم په ننګرهار ولایت کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.