Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د غازي امان الله خان ښارګوتي امنيتي مسوول تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى.

د غازي امان الله ښار ګوټى د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ اړوند د حصارشاهي په دښته کې موقعيت لري.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناوخته د غازي امان الله خان د پروژې امنيتي مسوول پخوانى جهادي قوماندان هاشم د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى و.

هغه زياته کړه چې د هاشم جسد نن د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې کې موندل شوى دى.

د ده په خبره چې نوموړي کومه دولتي او سياسي دنده نه درلوده، خو امنيتي ادارې په دې هڅه کې دي تر څو مالومه کړي چې د نوموړي د وژنې انګيزه څه وه.

عبدالزى وايي چې د نوموړي جسد له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه رانتقال شوى او وروسته
له څېړنو يې خپل کورنۍ ته سپارلى دى.

د يادې پروژې يوه کارکوونکي عجب ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد هاشم پخوانى جهادي قوماندان و او اوس يې د غازي امان الله اخان د پروژې امنيتي چارې پر غاړه لرلې.
د ده په خبره چې يو شمېر کسانو پرون له بړو څخه تښتولى او په هسکه مېنه ولسوالۍ کې يې وژلى دى.

د نوموړي په خبره چې د دوى د يو شمېر بړوالو سره په ځمکه لانجه درلوده چې له امله يې نوموړى پرون تښتول شوى او وژل شوى دى.

د قوماندان هاشم د وژنې په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې د پخوانيو جهادي قوماندانانو د ترور لړۍ چټکه شوې ده، له دې وړاندې په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم پخوانى جهادي قوماندان ووژل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.