غزني (پژواک ۲۴ لړم ۹۳): په غزني ولايت کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال درې بهرني وسله وال وژل شوي او د چادوېدونو توکو يو ستر ډيپو کشف او بلخوا د غور لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي نيول شوى دى.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمي لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل دغه ژمني عمليات په اندړو او اب بند ولسواليو کې پيل شوي دي.
سلطاني وايي، د اندړو په ولسوالۍ کې د دغو عملياتو پر مهال تېره شپه د چاودېدونکو توکو يو ستر ډيپو موندلى او درې بهرني وسله وال هم وژل شوي دي.
ده وويل په دغه ډيپوکې نهه بوشکې ماينونه، چاودېدونکي توکي او يو شمېر وسلې ځاى پر ځاى شوې وې چې د ملي اردو سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.
هغه وويل د خالد په نوم دغه ګډ عمليات په اندړو ولسوالۍ کې درې ورځې مخکې پيل شوي او نن سهار د شاهين په نوم په اب بند ولسوالۍ کې هم پيل شول.
سلطاني وايي چې نن سهار هم د ملي اردو ملي امنيت او پوليسو له لوري د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د شاهين په نوم عمليات پيل کړي چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کوم معلومات نه لري.
د غزني اندړو ولسوالۍ د قدمخېلو سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل د پنجشنبې له ورځې په دې ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي دي.
نوموړي وايي: ((دلته په ډېرو سيمو کې وسله وال وو چې د دغو عملياتو له امله تښتېدلي او په سيمه کې امنيتي ځواکونه مېشت شوي.))
د يو بل خبر له مخې د سرپل پوليسو د غور لپاره د وسله والو د مرستيال والي په ګډون پنځه کسان چې غوښتل يې پاکستان ته ولاړ شي نيولي دي.
د سرپل امنيه قوماندان حبيب ګلبهاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غور لپاره د وسله والو مرستيال والي له څلورو نورو کسانو تېره ورځ په داسې حال کې ونيول شو چې غوښتل يې د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ له لارې د دغه ولايت مرکز، بيا کابل او له هغه ځايه ځان پاکستان ته ورسوي.
هغه زياته کړه چې له نيول شوو يادو کسانو سره تومانچې هم وې خو شمېر يې په ډاګه نه کړ.
امنيه قوماندان په داسې حال کې چې د يادو کسانو هويت يې څرګند نه کړ خو ويې ويل چې څېړنې ترې پيل شوې څو پاکستان ته د هغوى د سفر موخه معلومه شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.