Language

غزني(پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د غزني ولايت د درېيو ولسواليو بزګرانو د خپلو کارېزونو اوبه مخ په  کمېدو بولي، خو چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ٥٠ سلنه کارېزونو اوبه کمې شوې دي.

ده يک، مقر او قرباغ هغه ولسوالۍ دي چې بڼوال او بزګر يې وايي سږ کال په کې د نا امنيو له وېرې کارېزونه نه دي پاک شوي؛ خو له حکومته غواړي چې کارېزونه يې پاک کړي.

په مقر ولسوالۍ کې ٨٣، په ده يک کې ٦٣ او په قرباغ ولسوالۍ کې ٢١٠ کارېزونه شته چې ځمکه وال ترې خپلې په زرګونو هکتاره ځمکې خړوبوي.

د غزني د مقر د چمبرانو سيمې اوسېدونکي بزګر حمدالله پژواک خبر اژانس ته وويل، سږ کال د نا امنيو او بمي چاودنو له وېرې ځايي بزګرو خپل کارېزونه نه دي پاک کړي.

نوموړی وايي: ((د کال په پيل کې مو له حکومته غوښتنه وکړه چې کارېزونه راته پاک کړي خو هغوى ويل چې امنيت ښه نه دى نو په دې برخه کې مرسته نه شي کولاى.))

ده وويل اوس د کارېزونو اوبه مخ په کمېدو دي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، له کارېزونو په لرو پرتو سيمو کې ځمکې نه خړوبېږي؛ ځکه د ده په وينا چې اوبه يې کمې شوې دي.

هغه وويل د واټرپمپونو په وسيله ځمکې خړبېدلى شي خو بزګر د کمزوي اقتصاد له  امله نه  شي کولاى په  دې  ډول سره خپلې ځمکې خړوبې کړي.

نوموړي له حکومته په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان سيمې اوسېدونکي نعمت الله وايي چې سږ کال يې۳۰ منه غنم،۲۰ منه کچالو او پياز کرلي وو؛ خو له دې امله چې اوبه په سمه توګه نه ورسېدې حاصل يې کم وو.

نعمت الله پژواک اژانس ته وويل: ((د کارېز له اوبو تمه نه کېږي؛ ځکه اوبه يې ډېرې کمې شوې دي.))

د ده يک ولسوالۍ د پايلوچ دسيمي اوسېدونکي حاجي عبدالبصير هم وايى چې  سږ کال د کارېزونو اوبه کمې دي او ځمکې يې په اسانې نه خړوبېږي.

دی زياته کړ: (( خلکو وېره لرله چې طالبانو به په کارېزونو کې ماينونه اېښې وي، ځکه يې په خپل پاک نه شوو کړاى او حکومت هم د ولس له غوښتنو سره سره کارېزونه پاک نه کړل.))

د غزني د کرني رييس سلطان حسين عباسيار پژواک ته وويل چې رښتيا هم سږ  کال د نا امنيو له امله په ځينو سيمو کې کارېزونه نه دي پاک شوي.

خو ده يادونه وکړه، د يادو درېيو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې يې کارېزونه پاک کړي او په ځينو سيمو کې د خلکو د نه مرستې له امله کارونه نه دي شوي.

د نوموړي په وينا، په ټوله کې د کارېزونو اوبه د کمېدو يو لامل د کارېزونو شاو خوا سيمو کې د پمپونو او واټرپمپونو وهل دي.

عباسيار  ومنله چې د غزني د کارېزونو اوبه ٥٠ سلنه کمې شوې دي.

ده زياته کړه: ((موږ د سيمو خلکو ته په کارېزونو کې د کار له امله مزدوري ورکوو؛ خو په ځينو سيمو کې خلک سم کار نه کوي يا هم کارونه په نيمه کې پرېږدي.))

د کرنې رييس زياته کړه، د کارېزونو اوبو د کمېدو بل ستر لامل دا هم دى چې سږ کال په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله باراونه کم وو.

ده دا هم وويل چې د سيمې خلک دې له طالبانو سره خبرې وکړي او دا زمينه دې برابره کړي چې خلک په کارېزونو کې کار کولو ته پرېږدي.

طالبانو اوس په دې اړه څه نه دي ويلي خو موده مخکې طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته دغه رپوټونه رد کړي وو چې ګواکې طالبان په کارېزونو کې بمونه ږدي او يا هم خلک کار ته نه پرېږدي.

Related Topics