Language

مزارشريف کې اورلګېدنې تر سلو ډېر دوکانونه سوځولي

مزار شريف (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د اورلګېدنې له امله لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.

د بلخ امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا اور لګېدنه تېره شپه په نهو بجو د روضې شمال ته په  قيومي مارکېټ کې لګېدلې وه.

هغه زياته کړه، داور لګېدنې لامل تر اوسه نه دى معلوم او نه يې پر مهال برېښنا وه.

رحيمي وايي، د اور لګېدنې له امله د ياد مارکېټ په څلورو پوړونو کې تر سلو زيات دوکانونه سوځېدلي دي.

د نوموړي په وينا، اور د سهار په څلورو بجو د دولتي اطفايې، غضنفر ګروپ، هوايي ډګر او د شاهين قول اردو د اطفائيو په مرسته مړ کړى شو.

امنيه قوماندان وويل، چې په دې پېښه کې د ياد مارکېټ دوکاندارانو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

محمد نعيم چې په ياد مارکېټ کې دوکان لري، وايي چې په دوکان کې يې د درې سوه زرو افغانيو توکي وو، چې ټول سوځېدلي دي.

دى وايي، په دې مارکېټ کې ډېرى تجيرونه، پلاستيکي رختونه او دې ته ورته نور شيان خرڅېدل.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې په دې تاوان کې ورسره مرسته وکړي.

Related Topics