Language

په بلخ کې خلکو ته له پوهنې سره د ملاتړ بلنه ورکړل شوه

مزارشريف (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): په بلخ ولايت کې د دغه ولايت د پوهنې رياست له خوا عامو خلکو ته د پوهنې له روان بهير سره د هر اړخيزو مرستو او ملاتړ بلنه ورکړل شوه.

د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۲٤مه، له پوهنې سره د خلکو د مرستې او ملاتړ په موخه غونډه تر سره شوه، چې د ښوونځيو شوراګانو، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په کې ونډه واخيسته.

د بلخ ولايت د پوهنې رييس عزيزالله عزيز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غونډه د پوهنې د علمي کچې د لوړتيا په موخه جوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په يوه ټولنه کې تر هغې معارف په سمه توګه علمي پرمختګ نه شي کولی، چې عام خلک يې ملاتړ ونه کړي او د پرمختګ په موخه له دولت سره ګام ګام يوځای نه شي.

د هغه په وينا، زده کوونکي له ښوونځي څخه ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېروي، چې بايد همدا کورنۍ د معارف ملاتړ وکړي.

عزيزي وايي، په بلخ ولايت کې له معارف سره له مالي اړخه د عامو خلکو د مرستو ډېرې بېلګې لري.

نوموړي زياته کړه، چې د حاجي شريف سنچارکي په نامه يو کس په مزارشريف ښار کې دوه سترو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي، کمال نبي زاده سوداګريز شرکت د بلخ نږدې هر ښوونځي ته سل سل څوکۍ ورکړې دي.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې ۶۳۰ ښوونځي او مدرسې فعاليت لري، چې نږدې ۴۰سلنه يې لا هم د ودانيو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

عزيزي وويل، که څه هم دولت په دغه برخه کې جدي هڅې کوي، خو که چېرې عام خلک هم له دولت سره لاس يو کړي، نو د هېواد په کچه به د معارف د ستونزو په حل کې چټکتيا رامنځ ته شي.

د پوهنې وزارت د عامو اړيکو په برخه کې مشاور وزير حميدالله حاتم، چې په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت د يوه پلاوي د مشر په توګه برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي، چې د عامو خلکو او د معارف ترمنځ واټن کم کړي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې عام ولس د معارف ملاتړ وکړي، نو علمي پرمختګ ته به يې ډېره زمينه برابره شي.

Related Topics