Language

د کندهار د ولايتي شورا د مديره پلاوي لپاره ټاکنې وشوې

کندهار ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : د کندهار د ولايتي شورا د مديره پلاوي ټاکنې ترسره شوې، چې په پايله کې يې د شورا لپاره رييس، مرستيال او منشي وټاکل شول.

د ولايتي شورا ټاکنې د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې وشوې، چې په کې د کندهار د ټاکنيزو کمېسيونونو استازي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او قومي مشرانو ګډون درلود.

د مديره پلاوي په ټاکنو کې د ولايتي شورا د ١٩ غړو له ډلې ١٥ تنو برخه اخيستې وه.

د ولايتي شورا د رياست لپاره د ولايتي شورا دوو غړو حاجي سيد جان خاکرېزوال او جانان ګلزي ځانونه نومولي وو، دغه راز د مرسيتالۍ لپاره يواځې يوه غړي حاجي عبدالقيوم او د منشي د څوکۍ لپاره يواځې يوې ښځينه غړې خالدې احمدي ځانونه نومولي وو.

د ټاکنو په پايله کې حاجي سيد جان خاکرېزوال له پنځلسو رايو څخه نهه رايې او جانان ګلزي درې رايې خپلې کړې او درې نورې رايې باطلې وشمېرل شوې، چې په دې توګه حاجي سيد جان خاکرېزوال د ولايتي شورا د رييس په توګه وټاکل شو.

په دې ټاکنو کې حاجي عبدالقيوم د (١٣) رايو په وړلو سره د ولايتي شورا د مرسيتال او خالده احمدي د (١٤) رايو په وړلو سره د ولايتي شورا د منشي په توګه وټاکل شول.

حاجي سيد جان خاکرېزوال چې په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا رييس و، په خپله لنډه وينا کې وويل چې د وکيلانو تر منځ به د يووالي د ساتلو هڅه کوي او د خلکو د خدمت لپاره به د هغوى د اکثريت رايو درناوى کوي.

ځينو سرچينو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا لپاره مديره پلاوى مخکې له مخکې د يوې معاملې پر بنسټ ټاکل شوى او نننۍ ټاکنو يواځې سمبوليکه بڼه لرله.

د ولايتي شورا د مديره پلاوي د ټاکنو په اړه د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوسني ټاکل شوي رييس لپاره قوي خلکو کمپاين کاوه، نو ځکه د ولايتي شورا نورو غړو زړه ښه نه کړ، چې د هغه په مقابل کې ودرېږي.

خو هغه په دې اړه معلومات ور نه کړل چې له قوي خلکو څخه د هغه هدف څوک دي.

د يادونې ده چې د ولايتي شورا له برياليو ١٩ غړيو څخه يو تن حاجي رحمت الله اڅکزى د مشرانو جرګې د غړي په توګه ټاکل شوى ، چې د هغه پر ځاى د ټاکنو د کمېسيون له خوا حاجي نياز محمد کاکوزي ته د ولايتي شورا د غړي په توګه باور ليک ورکړل شو.