ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٢٩ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول

٢٩ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول

author avatar
16 Nov 2014 - 16:25
٢٩ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول
author avatar
16 Nov 2014 - 16:25

جلال اباد ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : په ننګرهار کې د سولې ولايتي کمېټې چارواکي  وايي، د وسله والو څلور ګروپونه چې ټول ٢٩ تنه کېږي له خپلو وسلو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شول.

د ننګرهار ولايت د سولې شورا رييس ملک نذير د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د وسله والو مخالفينو څلور ډلې چې په غني خېلو،خوګياڼو، هسکې مېنې او اچين ولسواليو کې يې فعاليت کاوه د څلورو قوماندانانو په مشرۍ نن له دوى سره يوځاى شول.

د نوموړي په وينا، دغو يوځاى شوو وسله والو خپله ٢٢ ميله وسله، ماينونه، او چاودېدونکي توکي او يوه مخابره هم د ډاياګ مسوولينو ته سپارلي.

د سولې شورا مشر وويل، چې له بايوميټرک کتنې وروسته به قوماندان ته تر شپږو مياشتو پورې د مياشتې ديارلس زره افغانۍ او نورو کسانو ته د مياشتې اته زره افغانۍ ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د سولې شورا له جوړېدو راهيسې دا مهال سلګونه تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

له دولت سره يو ځاى شوي قوماندان حاجي عارف  پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې يې په شېرزادو ،خوګياڼو او حصارک ولسواليو کې د کورنيو او نړيوالو ځواکونو پر خلاف په بېلابېلو عملياتو کې برخه درلوده.

نوموړي هوډ وکړ، چې تر دې وروسته به د هېواد د پرمختګ او بيارغونې په لار کې له دولت سره يوځاى هلې ځلې کوي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي قوماندان فريدون پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته ګاونډي هېواد پاکستان يو شمېر ډلو پيسې او وسلې ورکولې او له دوى څخه يې غوښتنه لرله ، چې د افغان ملي امنيتي ځواکونو پر خلاف وجنګيږي.

دى وايي : (( اوس موږ پوه شو چې د پاکستان حکومت زموږ په لاس زموږ هېواد ورانوي، نو هوډ مو وکړ چې بيا به ټوپک نه را اخلو او که رااخلو يې هم د وطن نه به دفاع پرې کوو.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.