غزني (پژواک ۲۵ لړم ۹۳) : د غزني ، هرات او بادغيس په ولايتونو کې يوې مېرمنې ځانه وژنه کړې او درې نورې يې د کورنيو د غړو له خوا وژل شوې دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د لړم په ٢٥مه د غزني په زاړه ښار کې يو تن خپله ٧٠ کلنه مور لومړى وهلې او وروسته يې له لوړ ځاى څخه غورځولې ده.
ننګ وايي، دا مېرمن وژل شوې او په تور يې پوليس د هغې زوى نيولى دى.
د وژل شوې ښځې بل زوى عبدالستار پژواک ژانس ته تاييد کړه، چې مور يې د ورور له لاسه وژل شوې، خو يادونه يې وکړه چې ورور يې رواني ناروغي لري.
هغه د دې پېښې اصلي لامل کورنۍ ستونزه وبلله.
د غزني د ولايتي روغتون رييس بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل ،دغه مېرمن ياد روغتون ته ور وړل شوې ده او پر بدن يې ژور ټپونه ليدل کېږي.
د يوه بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې مېړه خپله مېرمن وژلې ده.
د هرات ولايت د عامې روغتيا روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل، نن ١٠ بجې ورته د يوې مېرمنې مړى راوړل شوى دى.
هغه وويل ، دا مېرمن د خپل مېړه له لوري د چاقو په وسيله وهل شوې ، چې په ستوني کې يې ژور ټپونه ښکاري.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته د دې خبر په تاييد سره وويل ،دا مېرمن د انجيل ولسوالۍ د طلا په سيمه کې په خپل کور کې د مېړه له لوري وژل شوې ده .
احمدي وويل، چې پوليسو د هغې مېړه نيولى او پوښتنې ترې روانې دي.
بله خوا چارواکي وايي چې د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې يو تن خپله لور وژلې او د همدې ولايت په قادس ولسوالۍ کې يوې ښځې ځان وژلى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدقيوم انګار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ابکمري ولسوالۍ د “نهراب “کلي اوسېدونکې يوه نجلۍ له يو هلک سره له خپله کوره تښتېدلې وه.
د هغه په وينا،وسله والو طالبانو دغه نجلۍ او هلک نيولي وو؛ نجلۍ يې د هغې پلار ته سپارلې وه او هلک يې يې بندي کړى دى.
د ده په وينا، وروسته ياده نجلۍ د هغې پلار وژلې او هلک تر اوسه له طالبانو سره بندي دى.
د دې نجلۍ د کورنۍ له غړو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، يوې ښځې تېره ورځ د قادس ولسوالۍ په نېک سيمه کې په تومانچه ځان وژلى دى.
د قادس ولسوال صالح محمد په وينا، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغه ښځه له دې امله چې له مېړه سره يې اړيکې سمې نه وې، د پلار کور ته تللې وه او کله يې چې مېړه بېرته کورته راوستې ، پر تومانچې يې ځان وژنه کړې ده.
هغه وويل، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.