Language

کاپيسا کې  لسګونه نرسانې فارغه شوې

محمود راقي ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : په کاپيسا ولايت کې ٣٠ تنه ښځينه نرسانې تر دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې.

د کاپيسا د عامې روغتيا چاروکي وايي چې  د ۳۰ تنو  ښځينه نرسانو له فارغېدو سره به ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې روغتيايي خدمتونه ترسره کړي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر مرزا محمد رجا د لړم په ٢٥مه،  ددغو نرسانو د فراغت په مراسمو کې وويل چې دوى   ته د اېم ار سي په مرسته دوه کلنه زده کړه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه‌، چې د تيورۍ زده کړې ترڅنګ دغو نرسانو ته په بېلا بېلو روغتونونو کې عملي زده کړې هم ورکړل شوې دي.

د نوموړي په وينا، فارغې شوې نرسانې اوس کولى شي د خپلو سيمو په کلينيکونو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

فارغو شويو نرسانو په دغو مراسمو کې سوګند وکړ، چې له کوم تعصب او پلوۍ پرته به د ټولو ناروغانو درملنه کوي .

د روضيه په نامه يوې فارغې شوې نرسې پژواک اژانس ته وويل : ((موږ دوه کاله له پوهو استادانو څخه زده  کړې کړي او اوس به په خپلو سيمو کې د خپلو خلکو خدمت وکړو.))

په دې مراسمو کې د يادې موسسې له خوا هرې فارغې شوې نرسې ته روغتيايي وسايل هم ورکړل شول، تر څو په خپلو سيمو کې ترې ګټه پورته کړي.

Related Topics