اسعد اباد ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٣ ) : د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د اور لګېدنې له امله د چهاتراش د لرګيو لسګونه دوکانونه وسوځېدل.
دغه اور نن له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د اسعد اباد ښار په دم کلي کې د لرګيو په مارکېټ کې لګېدلى دى.
که څه هم تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دى معلوم، خو دوکانداران وايي چې دوى ته د ميليونونو افغانيو زيان اوښتى دى.
د ګل محمد په نامه د لرګيو يو تن دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې دوى له ځايي چهارتراشو څخه د فرنېچر توکي جوړوي چې ټول يې سوځېدلي دي.
دى وايي چې دده ددوکان ترڅنګ لسګونه نور دوکانونه هم سوځېدلي او خلکو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
د کونړ امنيه قومانداني وايي چې تر يو نيم ساعت هلو ځلو وروسته يې اور کابو کړى دى.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP