Language

د ايساف عمومي قوماندان د کندهار له سرپرست والي سره وليدل

کندهار ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٣ ) : په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان کېپمبل کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د کندهار له سرپرست والي او خپلو سرتېرو سره وليدل.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپرست والي او جنرال جان کېپمبل ليدنه په کندهار هوايي ډګر کې تر سره شوه، چې په کې د دې ولايت پر امنيتي او پرمختيايي وضعيت خبرې وشوې.

هغه زياته کړه، په پيل کې ډاکټر توريالي ويسا د کندهار د اوسني وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې په کندهار کې نه يواځې امنيتي وضعيت خراب وو، بلکې په اقتصادي او پرمختيايي برخو کې هم ګڼې ستونزې موجودې وې.

نوموړي وويل چې له ٢٠٠٨ کال را هيسې  په دې ولايت کې د والي په توګه دنده تر سره کوي او له هغه مهاله د دې ولايت په امنيتي، اقتصادي او تعليمي وضعيت کې ښه والى راغلى دى.

هغه زياته کړه چې د دندې د پيل پر مهال په دې ولايت کې د نظامي ادارو تر منځ همغږي نه وه، خو اوس اړوندې ادارې په ګډه کار کوي، چې په پايله کې يې په ولسواليو کې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى، له کندهار ښاره ولسواليو ته غځېدلې لارې پرانيستل شوې دي.

خو والي يادونه وکړه چې کله نا کله د ګاونډيو ولايتونو ناامنۍ د کندهار امنيت ګواښي، ځکه له دغو ولايتونو وسله وال کندهار ته راځي او دغلته پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

هغه د ټول هېواد سوله په کندهار پورې تړلې وګڼله او ويې ويل چې کندهار د هېواد په کچه دويم ولايت دى، که دلته امن نه وي، په هېواد کې امن نه شي راتلاى.

خو هغه وويل، په پلان کې ده چې د ناامنۍ ستونزې د ګاونډيو ولايتونو له چارواکو سره د خبرو له لارې حل شي.

د دې تر څنګ ويسا په کندهار کې د پوهنې د ودې په برخه کې د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون يادونه وکړه، چې څه موده وړاندې پرانيستل شو او د ټول هېواد په کچه به په کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړه کېږي.

د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان کېپمبل په خپلو خبرو کې وويل چې دا يې کندهار ته دويم سفر دى او هغه د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٣ زېږديز کال کې کندهار ته سفر کړى و.

هغه زياته کړه، په دې موده کې رښتيا هم په کندهار کې ژور بدلون راغلى، چې د امنيتي وضعيت د سمون تر څنګ په اقتصادي او تعليمي برخو کې پرمختګ يې د پام وړ دى.

کېپمبل ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به بيا هم کندهار ته سفر کوي او ددې ولايت امنيتي وضعيت به څېړي.