Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وسله والو په يوه بريد کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې، چې له امله يې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ماسپيښين د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناپېژانده وسله والو پر يو سراچه موټر ډزې کړې چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې او پنځه نور ټپيان دي.

دى وايي چې ياد کسان د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې ته تلل چې په لويه لاره کې پرې ډزې وشوې.

د عبدالزي په وينا چې ټپيان اوس تر درملنې لاندې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي چې معلومه شي وسله والو پر موټرو ولې ډزې کړې.

د سيمې يوه اوسېدونکي نقيب الله پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان په يو سراچه موټر کې سپاره وو چې ډزې پرې وشوې او ټول يې ولګېدل.

نوموړي زياته کړه چې ټپيان شوي د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي سيمې اوسېدونکي وو.

د غني خېلو روغتون امر ډاکټر ګل رحمان پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې د يوې ماشومې مړى او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

ده وويل چې ټپيان او جسد د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کاموال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور تنه ور وړل شوي چې درې يې سړي او يوه يې ښځه ده.

دى زياتوي چې په ټپيانو کې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.