کندهار ښار ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٣ ) : د کندهار ښار د بېلابېلو ليسو د ښځينه زده کوونکو تر منځ د مقالې ليکلو سيالي تر سره شوه.
دا سيالي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې د لسګونو ښځينه زده کوونکو تر څنګ د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د ماشومانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال او د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري ګډون کړى و.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مقالې ليکلو دغه سيالي د ولايت مقام په زيار او د سيمه ييزې حکومتدارۍ د پروګرام ASGP/UNDP په مالي لګښت جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه، د مقالې ليکلو لپاره د ډيموکراسي موضوع ټاکل شوې وه چې لسګونو ښځينه زده کوونکو پرې مقالې ليکلې وې او په دې سيالي کې يې واورولې.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دې سيالۍ پر مهال وويل، چې د ننني پروګرام موخه د زده کوونکو ذهني وده، د فکر پراختيا او د ليکوالۍ د وړتيا تر لاسه کول دي.
هغه ټينګار وکړ چې ښځينه زده کوونکې بايد له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د ليکلو استعداد ولري، تر څو خپل پيغام په اسانۍ تر ټولنې ورسوي.
نوموړي ښځې د ټولنې د بنسټيزې هستۍ په توګه يادې کړې او ويې ويل چې د هېواد په جوړولو کې د هغوى اغېز جوت او مهم دى.
د ماشومانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا له نجونو وغوښتل چې د خپلو زده کړو تر څنګ مطالعه وکړي او په ځانونو کې د ليکوالۍ وړتيا پيدا کړي.
هغې په ټولنه کې د مېرمنو پر فعاليت ټينګار وکړ او ويې ويل چې نجونې کولاى شي د خپلې ټولنې په سمون او اصلاح کې مهم رول تر سره کړي.
د کندهار د پوهنې تدريسي مرستيال ژمنه وکړه چې په دې ولايت کې به د ښځينه زده کوونکو د روزلو او د هغوى د وړتياوو د لوړلو لپاره به هلې ځلې کوي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال دغه راز پروګرامونه د ښځيه زده کوونکو د جرئت زياتولو او د ډيموکراسۍ د ودې لپاره مهم وبلل.
هغه له ښځينه زده کوونکو وغوښتل چې کولاى شي خپلې مقالې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په چاپېدونکې ورځپاڼه (طلوع افغان) کې چاپ کړي.
د پروګرام په پاى کې د مقالې ليکو په دغه سيالي کې پنځو وتلو ښځينه زده کوونکو ته برابر شوي سوغاتونه هم ورکړل شول، چې تر نورو يې ښې مقالې ليکلې وې.
په دې سيالي کې د کندهار ښار د زرغونې انا ليسې زده کوونکې جليلې نعيمې لومړى، د صفيه عمه جانې ليسې زده کوونکې هوسۍ دويم، د همدې ليسې بلې زده کوونکې ماه ګل درېيم، د تجربوي عالي ليسې زده کوونکې سميې څلورم او د نازو انا ليسې زده کوونکې وږمې پنځم مقام خپل کړ.
په دې سيالي کې لومړى مقام تر لاسه کوونکې جليلې نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل دا چې د خپلو زده کړو تر څنګ ازاده مطاله کوي، نو ويې کړاى شول د نورو په پرتله ښه مقاله وليکي او په دې توګه لومړى مقام تر لاسه کړي.
هغې غوښتنه وکړه چې د ښځينه زده کوونکو د هڅولو او وړتياوو لوړولو په موخه دې بېلابېل پروګرامونه جوړ شي، تر څو هغوى لارې نورې وهڅول شي.