ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپلمنځي نښته کې شپږو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

خپلمنځي نښته کې شپږو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
18 Nov 2014 - 13:13
خپلمنځي نښته کې شپږو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
18 Nov 2014 - 13:13

کندهار، جلال اباد ( پژواک، ٢٧ لړم ٩٣ ) : د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د دوو قوماندانانو تر منځ جګړه شوې، چې په کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون ٢ تنه وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په کولک او سلواغه سيمو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه د سيمه ييزو پوليسو د دوو قوماندانانو ګران او شېر اغا تر منځ لومړى لفظي شخړه شوې او وروسته وسله واله نښته  رامنځته شوې، چې په پايله کې يې قوماندان شېر اغا او يو بل سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه دا معلومه نه ده، چې د سيمه ييزو پوليسو د دواړو قوماندانانو تر منځ د جګړې اصلي لامل څه دى، خو د پلټنو لپاره د کندهار د امنيه قوماندانۍ د څېړنې ټيم سيمې ته تللى دى.

وسله والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې دا يوه خپلمنځي نښته وه.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په خپل استولي پيغام کې ويلي: ((په خپلمنځي جګړه کې د ژيړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شېر اغا له دوو نورو سيمه ييزو پوليسو سره وژل شوى دى.))

په کندهار کې د سيمه ييزو پوليسو تر منځ دا لومړى ځل دى چې خپلمنځي نښته کېږي،  تر دې وړاندې دې ته ورته کومه پېښه نه ده ليدل شوې.

د يوه بل خبر له مخې ، د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مسونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کړى ، چې په پايله کې يې د قوماندان عبدالله په ګډون شپږ  وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

نوموړي وويل ،  ځانګړو ځواکونو په ياده سيمه کې عمليات هم کړي چې دوه وسله وال مخالفين يې په کې ژوندي نيولي دي.

د مشرقيوال په خبره ، چې په عملياتو کې ځانګړو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې اوسېدونکي رباني شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شويو او نيول شويو وسله والو کې د ښوونځيو تړونکي وسله وال هم شامل دي.

دى وايي چې يادو وسله والو له قوماندان ايمل سره يوځاى د ښوونځيو د تړلو امر کړى و او هڅه يې دا وه چې خپلې غوښتنې په دولت ومني.

ياده دې وي چې له څو وروځو راهيسې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ښوونځي تړل شوي، وړمه شپه هم د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې هغه وسله وال قوماندان وژل شوى و، کوم چې د ښوونځيو د تړلو امر يې کړى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.