Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسعداباد اور لګېدنې هټۍ والو ته لس ميليونه افغانۍ زيان اړولى

د اسعداباد اور لګېدنې هټۍ والو ته لس ميليونه افغانۍ زيان اړولى

author avatar
18 Nov 2014 - 17:52
د اسعداباد اور لګېدنې هټۍ والو ته لس ميليونه افغانۍ زيان اړولى
author avatar
18 Nov 2014 - 17:52

اسعد اباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣ ) : د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د اور لګېدنې له امله دلرګيو دوکاندارانو ته دلس ميليونه افغانيو په ارزښت زيان اوښتى دى.

دغه اورلګېدنه پرون مازيګر ناوخته د اسعد اباد په دم کلي کې لګېدلى و، چې تر يوه ساعت هلو ځلو وروسته مړ کړاى شو.

د کونړ والي شـــــجاع الملک جـــــلاله د لړم په ٢٧مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٨  د نجارانو دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې ددې ترڅنګ يو شمېر نور دوکانونه هم زيانمن شوي او د نجارانو له خوا تيار جوړ شوي فرنېچراو ماشينونه هم  سوځېدلي دي.

والي وويل چې د اور لګېدنې لامل نه دى څرګند، خو د پلټنو لپاره يې يوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.

د اسماعيل په نامه يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم نه دي خبر چې ولې اور لګېدلى ، خو زياتوي چې دده دوکان په بشپړه توګه سوځېدلى دى.

دى وايي چې يواځې ده ته شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان اوښتى او له حکومت څخه يې د لاسنيوي غوښتنه وکړه.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.