پلخمري ( پژواک، ٢٧ لړم ٩٣): د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د وزلوبې پر مهال په چاودنه کې شل تنه ټپيان شول.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د يادې ولسوالۍ په مرکز کې د وزلوبې په ميدان کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې درې ماشومان، دوه پوليس او ١٥ ننداره کوونکي او لوبغاړي شامل دي.
ده وويل، چې له ټپيانو څخه پنځه تنه د مرکزي بغلان په يو کلينيک کې تر درملنې وروسته رخصت شوي، خو پاتې نور د درملنې لپاره د بغلان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
بشارت، وايي چې له بستري ټپيانو څخه د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند، د دې چاودنې پړه د دولت پر وسله والو مخالفينو واچوله .
خو دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ١٣٩١ کال په کب مياشت کې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د وزلوبې په يوه ميدان کې د لوبو پر مهال ځانمرګى بريد وشو.
په دې بريد کې د ولسي جرګې د رييس د پلار او ورور په ګډون ١١ تنه ووژل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP