Language

د برېښنا پرچاوۍ د بلخ د فابريکو ٩٠ سلنه چارې ټکنۍ کړې

مزارشريف (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له تېرو لسو ورځو د برېښنا پرچاوي د توليدي فابريکو ۹۰سلنه چارې ټکنۍ کړې دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوول ارش يونسي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو په مزارشريف ښار کې د برېښنا پرچاوي رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت توليدي فابريکې له دې مخکې هم د ټاکنو د ناندريو له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ وې؛ خو د برېښنا د پرچاوۍ له امله يې توليدي چارې ټکنۍ شوې دي.

د هغه په وينا، په مزارشريف ښار کې وړې، منځنۍ او لويې ۱۷۰ فابريکې له دوی سره ثبت دي چې د برېښنا پرچاوي له وړو فابريکو پرته د منځنيو او لويو فابريکو پر توليداتو ۹۰سلنه منفي اغېز کړی دی.

ارش وويل چې په دغو توليداتو کې لومړني خوراکي توکي، لبنيات، مالګه، ساختماني توکي، مشروبات، اوړه او داسې نور شامل دي.

د پاکيزې په نوم د لبنياتو فابريکې مسوول انجنير محمد پژواک ته وويل چې د برېښنا د پرچاوۍ له امله يې توليدات نږدې نيمايي کم شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د برېښنا د شتون پر مهال يې په ۲۴ساعتونو کې څه باندې ۳زره لېتره لبنيات توليدات لرل خو اوس د پرچاوۍ له امله دغه کچه له ۲زره لېترو هم کمه شوې ده.

د هغه په وينا، نه يواځې د توليداتو کچه يې کمه شوې، بلکې د جنراتور د چلېدو له امله يې لګښتونه ډېر شوي دي.

د پاکيزه فابريکې مسوول وويل چې د برېښنا پر مهال به پرې د مياشتې ۲۵۰زره افغانۍ لګښت راته خو اوس پرې د مياشتې په حساب د جنراتور د تېلو له امله نږدې ۵۰۰زره افغانۍ لګښت راځي.

د مزارشريف ښار خوراکه پلورنځيو مسوولين هم وايي چې اوس د خوراکي توکو، مشروباتو، او لبنياتو د پلور کاروبار ټکنى شوی دی.

په محب څلورې لاره کې د الماس خوراکه پلورنځي مسوول محمدشفيق وويل چې د برېښنا د پرچاوۍ له امله خوراکي او نور توکي له فابريکو نه شي پېرلى؛ ځکه چې ساتلی يې نه شي.

نوموړي زياته کړه،که چېرې د برېښنا پرچاوي همداسې دوام وکړي نو په بازار به يې لا منفي اغېز وکړي.

د برېښنا پرچاوي يواځې په صنعتي چارو کې نه، بلکې د عامو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز کړی دی.

د ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي صديق الله وويل چې له تېرو لسو ورځو د برېښنا پرچاوي د ژوند چارې ګډوډې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې په ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۵ ساعته برېښنا وي چې له امله يې له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه د برېښنا په پرچاوۍ کې دولتي چارواکي پړه وګڼل چې خپلې چارې په سمه توګه نه ترسره کوي.

خو د بلخ دولتي چارواکي وايي چې د مزار ښار د برېښنا ستونزه د امو سيند هغې غاړې ته رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد وويل چې د مزارشريف ښار برېښنا له تاجکستانه راځي او د نه راتلو ستونزه هم په هماغه هېواد کې رامنځته کېږي چې تر ډېره په دوى پورې اړه نه پيدا کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړی د دوی د معلوماتو له مخې، په تاجکستان کې د برېښنا د بند د اوبو د کمښت له امله د مزارشريف برېښنا کمه شوې ده.

د هغه په وينا، له دې پرته کومه بله تخنيکي ستونزه نشته چې په له منځه وړو کې يې ناغېړي کړې وي.

فرهاد وويل، تمه ده چې په را روان ژمي کې اوبه ډېرې شي او ورسره د برېښنا ستونزه هم حل شي.

Related Topics