ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هسکې مېنې تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

د هسکې مېنې تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

author avatar
19 Nov 2014 - 10:22
د هسکې مېنې تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول
author avatar
19 Nov 2014 - 10:22

جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ ټول هغه ښوونځي چې د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوي وو، بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.

له تېرې اوونۍ راهيسې د هسکې مېنې ولسوالۍ د مريز، ياغي بند، ګورګورۍ او يو شمېر نورو سيمو شاوخوا ٢٣ ښوونځي او يو دارالمعلمين د وسله والو له لوري تړل شوي وو.

وسله والو له حکومته غوښتي وو چې د دوى نيول شوى قوماندان عبدالخالق بايد پرېږدي، د ګورګورۍ کلينيک ته دې درمل ولېږدول شي او هغه لار چې وسله والو پرې تګ راتګ کاوه او اوس د امنيتي پوستې په وسيله تړل شوې، بېرته پرانيستل شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولايت مقام، پوهنې رياست او قومي مشرانو په هلو ځلو سره ياد تړلي ښوونځي نن بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

هغه زياته کړه، چې ښوونځي پرته له کومې معاملې پرانيستل شوي او دوه ورځې وروسته به کلنۍ ازموينې هم پيل شي.

د سيمې اوسېدونکى رباني شينوارى وايي چې ولايتي ادارې د وسله والو مخالفينو يو شمېر غوښتنې منلې دي.

دى وايي چې وسله والو هغه غوښتنه چې د ګورګورۍ کلينيک ته دې د جراحۍ درمل ولېږدول شي منل شوې ده.

نوموړي د نورو غوښتنو په اړه څه ونه ويل.

د يادې ولسوالۍ يو ښوونکى نجيب الله هم ورته خبره کوي او وايي چې د وسله والو ځيني غوښتنې منل شوې دي.

نوموړي وويل چې دوى نن له سهاره ښوونځيو ته راغلي او ښوونځي په بشپړ ډول خلاص شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي هم تاييد کړې چې ښوونځي خلاص شوي خو نوموړي د وسله والو د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو تر اوسه په رسمي توګه د دغو ښوونځيو د تړل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړمه ورځ د ننګرهار امنيتي مسوولينو ويلي وو، هغه وسله وال طالب قوماندان په هوايي بريد کې وژل شوى چې ياد ښوونځي يې تړلي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.