Language

د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي

غزني (پژواک، ۲۹ لړم ۹۳): د غزني چارواکي وايي چې په دوو ولسواليو کې د امنيتي پېښو پر مهال لس وسله وال وژل شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قُل اردو د دريېمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مُقر ولسوالۍ د محمدعمر په سيمه کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو ځواکونو په ځوابي بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او مړي يې هم په سيمه کې پاتې دي.

دى وايي چې په دې نښته کې يو وسله وال ټپي شوى هم دى، خو ملي اردو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، په واغز ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د واغز امنيه قوماندان دويم څارن عبدالقدير پژواک ته وويل، وسله والو غوښتل چې پر لاره ماين ځاى پر ځاى کړي، خو ماين خپله پر دوى چاودېدلى دى.

دى وايي چې په وژل شوو کې دوه بهرني وسله وال هم شامل دي.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت په نورو سيمو کې يې د يو شمېر دولتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.