Language

پر اسعداباد د وسله والو توغندويي بريد زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

اسعداباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): د کونړ ولايت پر مرکز اسعداباد ښار د وسله والو له خوا د هاوان په بريد کې يو زده کوونکى وژل شوى او د دوو زده کوونکو په ګډون ٦ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا اته بجې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د اسعداباد ښار اړوند د يارګل په سيمه کې پر پاخه سړک لګېدلې ده.

سيدخېل وايي چې په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي چې د درملنې لپاره ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر فضلي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته د پېښې له ځاىه اووه ټپيان ور وړل شوي، چې يو يې په روغتون ک ساه ورکړه.

دى وايي چې نور ټپيان د ننګرهار روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني وايي چې د دې پېښې په ټپيانو کې د اسعداباد دارالحفاظ درې زده کوونکي او د پوهنتون يو محصل هم شامل دي.

هغه زياته کړه چې يوه زده کوونکي په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه تر څه نه دي ويلي.