ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماڼوګۍ ته د طالبانو نومول شوى ولسوال  ووژل شو

ماڼوګۍ ته د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

author avatar
21 Nov 2014 - 10:58
ماڼوګۍ ته د طالبانو نومول شوى ولسوال  ووژل شو
author avatar
21 Nov 2014 - 10:58

اسعداباد ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): په کونړ ولايت کې د ماڼوګۍ ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوى ولسوال  د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو .

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د ماڼوګۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي نصرالله او د هغه څلور ملګري،نن سهار شاوخوا څلور بجې د دې ولسوالۍ په کوړنګل سيمه کې وژل شوي دي.

د ده په وينا، د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې  په دغه بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد هم په ياد شوي بريد کې، ماڼوګۍ ته د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي نصرالله وژل کېدل تاييد کړل.

خو هغه وويل، چې په دې بريد له مولوي نصرالله سره يواځې د هغه وراره وژل شوى دى.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.