کندهار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې له دې ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته غځېدلې لار د وسله والو طالبانو د ماينونو له امله تړلې، چې هغوى يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوى د دې لارې د خلاصېدو غوښتنه کوي او وايي، يخ ژمى په لاره دى، که مخکې له مخکې دغه لاره خلاصه نه شي او اړو خلکو ته مرستې و نه رسېږي، نو د سختو انساني زيانونو د اوښتو وېره شته.
د غورک ولسوالۍ د سورخ اباد سيمې يوه اوسېدونکي محمد افضل پژواک خبري اژانس ته وويل، کلونه وشول چې دغه ولسوالي نه يواځې ناامنه ده، بلکې کندهار ښار ته غځېدلې لاره يې هم د وسله والو مخالفينو د ماينونو له امله تړلې ده.
هغه زياته کړه، دغې ولسوالۍ ته د خوراک او ورځني ژوند د اړتيا وړ نور توکي پر اوږدو او ستونزمنو لارو راوړل کېږي، چې بيې يې ډېرې لوړې او خلک يې د اخيستو توان نه لري.
د نوموړي په وينا، که د ژمي تر راتلو مخکې له غورک څخه کندهار ښار ته غځېدلې لاره خلاصه او په امن نه شي او دغه راز له اړو خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې و نه شي، نو د انساني زيانونو د اوښتو وېره شته.
د دې ولسوالۍ د کلاماشا سيمې يو اوسېدونکى عبدالرووف وايي، له هغه وروسته چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا عمليات وشول، امنيتي وضعيت څه نا څه ښه شوى، خو په نورو برخو کې د خلکو ستونزې پر ځاى پاتې دي.
څو اونۍ وړاندې، دې ولسوالۍ ته د هلمند له سنګين او د اروزګان له دهراوود څخه په سلګونو وسله وال راغلي وو او پر دې ولسوالۍ يې له درېيو- څلورو خواوو بريدونه وکړل؛ په دې جګړه کې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد شفيع له درېيو پوليسو سره ووژل شو او ٧ نور ټپيان شول.
وروسته امنيتي ځواکونو هلته پراخ عمليات وکړل، چې په پايله کې يې ٣٠ وسله وال ووژل شول او پاتې يې بېرته سنګين ولسوالۍ ته وتښتېدل.
د کلاماشا د دغه اوسېدونکي په خبره، اوسمهال خلک راتلونکي ژمي ته اندېښمن دي، چې له يوې خوا خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا د ولسوالۍ لاره د ماينونو له امله تړلې ده.
دى وايي، خلک ان د يوه وخت لپاره هم ډوډۍ نه شي موندلى، د روغتيايي خدماتو د نشتوالي له امله خپل ناروغان په ډېرو اوږدو لارو تر روغتون پورې رسوي، چې ډېر مهال پر لاره ساه ورکوي.
نوموړى غوښتنه کوي، چې ولايتي اداره دې د غورک له اړو خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي او دغه راز دې کندهار ښار ته د غځېدلې لارې امنيت خوندي کړي.
د غورک ولسوال جمعه خان هم د خلکو ستونزې مني او وايي، چې ناامني، د لارې بندېدا، د بيو لوړوالى، بېکاري، د پوهنې او روغتيا په برخه کې د خدماتو نشتوالى د دې ولسوالۍ د خلکو عمده ستونزې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، غورک د کندهار هغه ولسوالي ده، چې په تېرو ديارلسو کلونو په کې د بيارغونې په نوم يوه خښته هم نه ده ايښودل شوې او له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې لاره د ماينونو او د وسله والو د ګواښونو له امله تړلې ده.
دى وايي، له همدې امله د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ لپاره ودانۍ نشته او ټولې چارې په يوه کور کې تر سره کوي.
ده زياته کړه، د نورو ستونزو تر څنګ د لارې بندېدا، نه يواځې عام خلک له ستونزو سره مخ کړي، بلکې دولتي کارکوونکو او پوليسو ته يې هم ستونزې جوړې کړي، چې له امله يې پر وخت اکمالات ناشوني دي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، تر هر څه وړاندې د دې ولسوالۍ امنيت ته پام وکړي، کندهار ښار ته غځېدلې لار دې خلاصه کړي، خلکو ته دې د کار او روزګار تر څنګ د روغتيا او د هغوى د اولادونو لپاره د تعليم زمينه برابره کړي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په دې وروستيو کې نه يواځې د غورک، بلکې د ميوند او يو شمېر نورو ولسواليو امنيت د هلمند د سنګين ولسوالۍ د خراب امنيتي حالت له امله له ګواښ سره مخامخ دى.
هغه په دې اړه وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د هلمند له چارواکو سره وويني او په ګډه به د امنيت ساتلو لپاره اقدامات وکړي.
نوموړي د غورک د لارې په اړه وويل، چې امنيتي ځواکونه د دې لارې په تصفيه بوخت دي او د ماينونو تر کښلو وروسته به ورباندې امنيتي پوستې جوړې کړي.
بل خوا د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي، د ولايت مقام د وړمې ورځې په اداري غونډه کې د غورک د خلکو پر ستونزو خبرې شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست ته دنده سپارلې، چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د غورک ولسوالۍ له اړو خلکو سره د لسو ټنو په اندازه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړي.
دى وايي، دغه مرستې به ژر چمتو او د يوه پلاوي له خوا په دې ولسوالۍ کې پر بې وسو خلک ووېشل شي.
غورک د کندهار ښار شمال لوري ته د سل کيلومتره په واټن پرته ولسوالي ده، چې له هلمند او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري؛ دغه ولسوالي پر له پسې څو کاله د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه او درې کاله وړاندې د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له ولکې ووېستل شوه.
په غورک ولسوالۍ کې شاوخوا اته زره وګړي اوسيږي، چې ډېرى يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د بېلابېلو ستونزو له امله يې اقتصادي وضعيت ښه نه دى.