کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): حکومت وايي، تر ٢٠١٤ کال وروسته دوى په درېيو برخو مشروعه دفاع، له نړيوالې ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د نړيوالو همکارانو پر ملاتړ حساب کوي.
دغه څرګندونې د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي له پژواک خبري اژانس سره د هغه راپور په اړه وکړې، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په پټه يو داسې امر لاسليک کړى، چې له مخې يې د دغه هېواد ځواکونه تر ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې عمليات ترسره کولى شي.
امريکايي رسنيو د ليندۍ په لومړۍ نېټه خبر ورکړى، چې د ولسمشر بارک اوباما له خوا د لاسليک شوي امر له مخې، امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم نېغ په نېغه په جګړه کې د ګډون او عملياتو ته اجازه ورکړل شوې ده.
د ولسمشر وياند وويل، له ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالو ځواکونو نوى ماموريت به د دوو امنيتي تړونونو په چوکاټ کې، چې يو له امريکا او بل ناټو سره شوى دى، پر مخ لاړ شي.
د هغه په وينا، د همدې تړونونو پربنسټ به نړيوال ځواکونه، افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه ورکوي، مشوره به ورکوي او د دې ترڅنګ به مرسته ورسره کوي.
سالارزى وايي: “په همدې خاطر، موږ په درېيو برخو مشروعه دفاع، نړيوالې ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې د نړيوالو همکارانو پر ملاتړ حساب کوو.”
ټاکل شوې، تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې شاوخوا ١٢زره بهرني سرتېري پاتې شي، چې ٣٢٠٠ به يې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او مشورې په ماموريت کې دنده ترسره کوي او پاتې نور امريکايي ځانګړي ځواک به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په عملياتو کې برخه اخلي.
بايد وويل شي، چې د بارک اوباما ياد شوى نوى امر له هغې پخوانۍ پرېکړې سره په تضاد کې دى، چې هغه د ٢٠١٤ کال تر وروستيو په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو اعلان کړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP